پوسټ کوډ ۳۶۷۶۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غویی ۱۳۸۹ ۰۸:۳۹

کرزي له من موهن سینګ سره په امنیت او د سولې پر جرګې خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره پر سیمه ییز امنیت،په افغانستان کې په پرمختیايي پروژو کې د بوختوهندیانوپر امنیت او په افغانستان کې د سولې د مشوتري جرګې په باب خبرې وکړې .

د دواړو مشرانو له کتنې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له ولسمشرکرزي سره د هند د صدراعظم په نننۍ کتنه کې چې د هند د صدراعظم په کور کې وشوه ، د دواړومشرانو د خبرو تمرکز له تروریزم سره د مبارزې پر لارو چارو وو او افغان ولسمشرژمنه وکړه چې په افغانستان کې د مېشتو هندیانو د ساتنې لپاره به هرممکن تدابیر په کار واچوي .

ښاغلي سینګ هم وویل هند له افغانستان سره د بیارغونې او پرمختګ لپاره مرستو ته دوام ورکوي .

ولسمشرکرزي ویلي چې له صدراعظم سینګ سره ده همداراز په کابل کې د سولې د مشورتي جرګې په باب هم خبرې کړي دي چې راتلونکې میاشت جوړېږي .

ټاکل شوې ده چې د افغانستان له ټولو برخو څخه به شاوخوا دیارلس سوه استازي په دې جرګه کې ګډون وکړي . 

ولسمشرکرزي نن سهار په ډیلي کې د هند له ولسمشرپرتاب پاټیل سره هم لیدلي وو.

دا له کله چې ولسمشرکرزی د تېر کال په انتخابات کې د دوهم ځل لپاره بریالی شوی ، هند ته د ده لومړنی سفر دی .

ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی به سبا( سې شنبه) بوټان ته لاړ شي چې د سارک د همکارۍ د ټولنې د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي .

پر افغانستان او هند سربېره ، پاکستان، بوټان، بنګله دېش ، سریلانکا، نیپال او مالدیپ د سارک غړي هیوادونه دي .

هند له ۲۰۰۲ کال راپه دې خوا د افغانستان په بېلابېلو پرمختیايي پروژو کې شاوخوا دولس سوه ملیون ډالره لګولي .د هند په پیسو په افغانستان کې د نیمرزو د سړک په شان ډېر سړکونه، ښوونځي ،کلینکونه او واړه بندونه جوړ شوي دي .



هند همداراز د افغان ملي پولیسو او دیپلوماتانوپه رزولو کې هم ونډه لري .



خو دا هیواد په افغانستان کې د وسله والو طالبانواو القاعده له لوري د هندي اتباعو په وژلو اندېښمن دی . دوه میاشتې پخوا په کابل کې پر هندي اتباعو حمله وشوه چې په ترڅ کې یې نهه تنه هندیان ووژل شول .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement