پوسټ کوډ ۳۶۷۶۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ غویی ۱۳۸۹ ۰۸:۳۲

ولسمشرکرزی د سارک په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بوټان ته لاړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له هندي چارواکو سره له خبرو اترو وروسته نن بوټان ته روان شو چې د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه يیزو همکاریو د ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړي .

ښاغلي کرزي پرون په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره پر سیمه ییز امنیت،په افغانستان کې په پرمختیايي پروژو کې د بوختوهندیانوپر امنیت او په افغانستان کې د سولې د مشوتري جرګې په باب خبرې وکړې .

د دواړو مشرانو له کتنې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له ولسمشرکرزي سره د هند د صدراعظم په نننۍ کتنه کې چې د هند د صدراعظم په کور کې وشوه ، د دواړومشرانو د خبرو تمرکز له تروریزم سره د مبارزې پر لارو چارو وو او افغان ولسمشرژمنه وکړه چې په افغانستان کې د مېشتو هندیانو د ساتنې لپاره به هرممکن تدابیر په کار واچوي .

ښاغلي سینګ هم وویل هند له افغانستان سره د بیارغونې او پرمختګ لپاره مرستو ته دوام ورکوي .
ولسمشرکرزي ویلي چې له صدراعظم سینګ سره ده همداراز په کابل کې د سولې د مشورتي جرګې په باب هم خبرې کړي دي چې راتلونکې میاشت جوړېږي .

د هند صدراعظم افغانستان ته د سفر لپاره د ولسمشرکرزي بلنه ومنله .

هند،افغانستان، پاکستان، بوټان، بنګله دېش ، سریلانکا، نیپال او مالدیپ د سارک غړي هیوادونه دي .

د سارک ټولنه لومړی پلا د ۱۹۸۵ ع کال د دسمبر په اتمه په بنګله دېش کې تاسیس شوه خواصلي مرکز یې د نیپال پلازمېنه کتمندو غوره شو . د دې ټولنې ،چې د نفوسو د شمېر له پلوه د نړۍ ترټولو لویه موسسه ده ،غونډې هرکال په یوه بېل هیواد کې جوړېږي .

سارک په ۱۹۹۳ ع کال د غړیو هیوادونو ترمنځ د سوداګري تعرفو او ګمرکي محصول د تدریجي کمښت پرېکړه وکړه.تر دې لس کاله وروسته د سارک هیوادونو په دولسمه غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوه ، د سارک غړیو هیوادونو «د جنوبي اسیا د تجارت تړون» جوړ کړ چې د یوې ازادې سیمې د رامنځته کولو لپاره یې چوکاټ برابر کړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement