پوسټ کوډ 36666
نیټه خپرول: سه شنبه 31 وری 138913:59

کندهار والي مرستیال ووژل شو

راپورونه وايي چي تېر ماښام د كندهار ښاروالۍ مرستيال د نامالومو وسلوالو له خوا په ډزو وژل سوى دى.

د كندهار ولايت د رسنيو دفتر د عزيزالله يارمل وژل تايد كړی، خو په دې اړه يې ډېر جزیيات نه دي ور كړي.

لا تر اوسه د كندهار ښاروالۍ د مرستيال عزيز الله يارمل د وژلو مسووليت كومي ډلي نه دى منلى او دا هم نه ده مالومه چي، دى د كومي شخصي دښمنۍ له امله وژل سوى او كه وژل كېدل يې سياسي اړخ لري.

تر دې كابو يوه مياشت وړاندې د كندهار ولايت د اطلاعاتو كلتور ريیس عبدالمجيد بابى هم وژل شوى و، چي د وژلو مسووليت يې وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستى و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement