پوسټ کوډ 36435
نیټه خپرول: سه شنبه 17 وری 138909:06

ننګرهار كې افغان اوايتلافي ځواکونو ١١تنه وژلي

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د ډاګو په کلي كې تېره شپه ناوخت د ايتلاف قوتونو د افغانستان له ملي اردو سره په ګډه عمليات کړي، چې يوولس تنه يې وژلي او يو تن يې له ځان سره بيولى دى.

په دې اړه د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل، چې تېره شپه د ايتلافي ځواکونو او افغان ملي اردو په ګډه د ډاګو په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې د لس او يوولسو په شاوخوا کې کسان وژل شوي دي.

په دغوعملياتو کې بهرني اطباع هم شامل دي، خو د هويت په اړه يې تراوسه معلومات نه لرو.

عبدالزي دا هم وويل، چې يادو بهرنيو ځواکونو يو تن له ځان سره ژوندى بيولي دي.

خو د ډاګو د کلي ملک نورمحمد وويل، چې په وژل شوېو کسانو کې بهرني اتباع نه شته ټول د نژدې کليو اوسېدونکي دي، چې د ښوونځي سرمعلم او د مسجد ملا هم په کې شامل دى.

د خوګياڼو په ولسوالۍ کې وخت ناوخت دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي، چې د حکومت د مخالفينوعلاوه عوامو ته هم په مرګ ژوبله اوړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement