پوسټ کوډ ۳۶۳۷۰
نیټه خپرول: شنبه ۱۴ وری ۱۳۸۹ ۰۹:۵۵

ناټو: کرزی دې د سولې په چارو کې بېړه نه کوي

د امریکا او ناټو مشاورینو له جمهور رییس کرزی غوښتي، چې له مخالفینو سره د سولې په اړه بیړه ونه کړي. لویدیځو چارواکو د جمعې په ورځ په دې اړه توضیحات وړاندې کړل. د سولې او روغې لپاره د جمهور رییس کرزی زیارونو د جنګ د خاتمی هیلې رامینځ ته کړي خو ځیني امریکا یي چارواکي اندېښمن دي، چې څنګه د دغو هلو ځلو ملاتړ وشي.

جمهور رییس کرزی غواړي، د روغې د پلان د تقویه کولو لپاره په راتلونکې مۍ میاشتې کې د سولې جرګه راوبلي.

لویدیځ چارواکي وایي، په داسې حال کې، چې د دغې جرګې لپاره هلې ځلې روانې دي، پاکستان او د دولت مخالفو ځینو ډلو د سولې په خبرو کې د یو برلاسي موقف د خپلولو لپاره زیارونه پيل کړي دي.

امریکا چې د افغانستان په جنګ کې یې د بدلون او له دغه هېواده د خپلو عسکرو د ویستلو په مقصد افغانستان ته د دېرشو زرو نورو عسکرو استول پیل کړي دي، له مخالفینو سره د جمهور رییس کرزي د خبرو د مهالوېش په اړه شک لري.

خو واشنګټن بیا هم د یوې داسې ستراتیژۍ ملاتړ کوي، چې د جنګ او سولې لپاره زیارونه په کې څنګ په څنګ دوام وکړي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو د قوماندان مشاور ښاغلی ګرییم لم وایي، هغه اړخونه چې ډېر دخیل دي لکه اسلام اباد، واشنګټن او کابل کولای شي، د سږکال ترپایه د سولې په شرایطو سره سلا شي.

خو دی وایي، چې د سولې په چارو کې بیړه به نه ښه وي او نه دوامداره.

ده په خپلو دې خبرو کې د امریکایي چارواکو پیغام، چې په وروستیو کې یې له جمهور رییس کرزي سره ولیدل څرګند کړه.

یو امریکایي چارواکی، چې د سولې په هلوځلو واقف دی او نه غواړي نوم یې واخیستل شي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې د سولې پروسه اسانه نه ده او اساسي اړخونه سره اختلافات لري نو که چېرې پیل شي کیدای شي درې کاله دوام وکړي.

د رویټرز خبري آژانس رپوټ زیاتوي، ځیني امریکایي چارواکي اندېښمن دي، چې جمهوررییس کرزی کیدای شي کوښښ وکړي پرته له دې، چې د سولې د شرایطو په اړه د نظر وحدت رامینځ ته شوی وي، له ځینو ډلو سره معامله وکړي او دا کار به د ځواکونو د تقویې هغه پروګرام چې جمهور رییس اوباما یې په نظر کې لري مختل کړي.

رپوټ زیاتوي، په داسې حال کې چې امریکا له عادي طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي خو له طالب مشرانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.

واشنګټن په دې نظر دی، چې لومړی طالبان باید د جنګ په ډګر کې کمزوري کړای شي او بیا وروسته جمهور رییس کرزی له یو پیاوړي دریځ ورسره خبرې و کړي.

خو په کابل کې یو لوړرتبه امریکایي ډيپلوماټ ویلي دي، چې په واشنګټن کې یوډول داسې خوځښت او حرکت رامینځ ته شوی، چې وایي د سولې او روغې په چارو کې باید پراخه نظر خپل کړای شي، حتی د جمهور رییس هغه وړاندیز ته هم باید په پراخ نظر وکتل شي، چې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره یې د مستقیمو خبرو لپاره کړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو قواوو د قوماندان مشاور ګرییم لم وایي، د سولې لپاره د مناسبو شرایطو رامینځ ته کول اهمیت لري.

دی وايي، چې موږ اوس د سولې د خبرو په مرحلې که نه یو بلکې د مسایلو د درکولو په پروسې کې یو.

ده وویل، چې د سولې د خبرو د پروسې اساسي اړخونه کیدای شي، د روان میلادي کال ترپایه یوډول تفاهم ته سره ورسیږي، خو د دغې پروسې بریالیتوب څو کاله وخت غواړي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي، چې وسله والو طالبانو د جمهوررییس کرزي د سولې وړاندیزونه تراوسه رد کړي دي خو د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ اسلامی حزب خپل استازي کابل ته استولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement