پوسټ کوډ ۳۶۳۶۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۴ وری ۱۳۸۹ ۰۹:۰۹

امریکا له کرزي څخه د خپلو څ

د امریکا حکومت نن وویل چې د افغان ولسمشرحامدکرزي هغوڅرګندونود امریکا متحدو ایالتونه دردولي چې ویلي یې وو لوېدیځ غواړي د ده حکومت کمزوری کړي .

د سپینې ماڼۍ ویندوی رابرت ګیبس نن وویل د کرزي دې څرګندونو امریکا ته ټکان ورکړی او متحد ایالتونه له حامدکرزي څخه د دې خبرو په خاطرتوضیح غواړي .

ګیبس دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویندوی د کرزي د څرګندونو په عکس العمل کې وویل چې کرزی باید مخکې تردې چې د اسد د نهه ویشتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په درغلۍ څوک تورن کړي ، لومړی دې د خپل هیواد چارې سمې کړي .
د ولسمشراوباما ویاند رابرت ګیبس وویل :«د ولسمشرکرزي ځینې خبرې په څرګنده ځوروونکي دي.دا په رښتیا د اندېښنې وړ دي.موږ له ولسمشرکرزي څخه د خپلو ځینوخبرو د علت په باب توضیح غواړو.»
ده له افغانستان سره د امریکا ډېرو پوځي اوسیاسي مرستو ته په اشارې وویل : ولسمشر(اوباما)د افغانستان په سفر کې له حامدکرزي سره په زغرده خبرې وکړې چې پکار ده د فساد د مخنیوي اود حکومتي ادارې د ښه کولولپاره اقدامات وکړي.
ګېبس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کرزي ته د مې په دولسمه د ولسمشراوباما بلنه په خپل حال پاتې ده اوکه لغوه شوې ، وویل : تراوسه پورې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویندوی فلیپ کراولي د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل :«کرزی باید په خپله ګام واخلي،د خپل حکومت چارې سمبال کړي چې نړیواله ټولنه او افغانان قانع شي چې دی د فساد د کمولو لپاره د پام وړ ګامونه اخلي.
ولسمشرکرزي د پنجشنبې په ورځ د اسد د نهه ویشتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو تور د بهرنیو سفارتونو او ملګروملتو په غاړه واچاوه او امریکايي مطبوعات او بي بي سي یې دې لانجې ته په هوا ورکولو تورن کړل .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement