پوسټ کوډ ۳۶۲۶۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۹ وری ۱۳۸۹ ۰۸:۲۱

بارک اوباما په ناڅاپي سفر کابل ته ورسید

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسیده .

دا وروسته له هغې چې بارک اوباما د د امریکا ولسمشر ټاکل شوی افغانستان ته د هغه لومړنی سفر دی .

ویل کېږي چې اوباما به افغانستان ته په خپل دې سفر کې له ولسمشر حامد کرزي سره یو په یو وګوري ، همدارنګه به د افغان او امریکايي لوړ رتبه چارواکو په یوه ګډه غونډه کې هم برخه واخلي او په افغانستان کې به میشتو امریکايي پوځیانو ته وینا هم وکړي .

سپینې ماڼۍ ویلي اوباما غواړي په افغانستان کې له نېږدي د ناټو د ځواکونو له قومندان جنرال سټینلي مک کریسټال څخه د روانې جګړې پر تازه حال ځان خبر کړي . او دغلته د امریکا له سفیر کارل ایکین بیري څخه هم واوري .

تمه ده چې بارک اوباما به یو په یو کتنه کې پر حامد کرزي زور واچوي چې د اداري فساد او د نشه یي موادو پر ضد مبارزه کې ګړندي ګامونه واخلي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement