پوسټ کوډ ۳۵۹۴۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ کب ۱۳۸۸ ۱۰:۵۵

مولن:کرزى دې د اداري فساد

د امريکا يوه لوړ رتبه پوځي چارواکي له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي. د امريکا د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز وويل ”ولسمشر حامد کرزى بايد د اداري فساد د مخنيوي په برخه کې جدي ګامونه واخلي“.

رويټرز اژانس په دې اړه يو راپور لري چې لنډيز دلته لولئ.
د امريکا د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز مايک مولن پرون وويل، واشنګټن په دې اندېښنه لري چې د اداري فساد په وړاندې غفلت به ښايي د وسلوالو طالبانو په وړاندې جګړه کمزورې کړي.

مولن غوښتنه وکړه چې، د ولسمشر کرزي او نورو افغان رهبرانو له خوا بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته شي، چې اداري فساد ختم شي.

د امريکا د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز چې په امريکا کې يې د خبريالانو يوې ډلې ته خبرې کولې وويل، اداري فساد هغه ستونزه ده چې په يوه شېبه کې يې مخنيوى کنه کېږي، خو د دې ستونزې په وړاندې د مبارزې لپاره مخکې جدي کار نه و شوى، سر له اوسه بايد په دې برخه کې هڅې وشي، تر هغو چې اداري فساد ختم شوى نه وي، د پرمختګ لاره به نه صفا کېږي.

مايک مولن زياته کړه، په دې برخه کې بايد حامد کرزى زيات کار وکړي، چې د خلکو په رايو ټاکل شوى.

رويټرز اژانس د ليکنې په دوام زياتوي، د مولن اشاره کرزي ته وه، چې په تېرو انتخاباتو کې د ده په ګټه د پراخو درغليو ادعاوې شوې وي.

د اژانس په حواله، د اوباما اداره په دې وروستيو کې لږه محتاطه شوې او په ډېر عام دول پر کرزي انتقادونه نه کوي او غواړي دا وښيي چې ګواکې د امريکا حکومت د افغان دولت مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي او ناټو ځواکونو د وسلوالو د ځپلو لپاره په جنوبي ولايت هلمند کې پوځي عمليات پيل کړي.

په دې وروستيو کې د امريکا له خوا د کرزي پر حکومت د اداري فساد له کبله يوځل بيا انتقادونه شوي. البته وروسته تر هغه چې د انتخاباتو د نوي قانون له مخکې د انتخاباتو د شکايت اورېدنې له کميسيون څخه د بهرنيو څارونکو د کار مخنيوى وشو او پر تصويري رسنيو د جګړې په وخت کې په ژوندي ډول پر راپور ورکولو بنديز ولګول شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement