پوسټ کوډ ۳۵۷۰۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ سلواغه ۱۳۸۸ ۰۹:۰۳

په کونړ کې د نړېوالو ځواکونو په بمباریو کې ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي

نړېوال ځواکونه اود کونړدولتي چارواکي دعوه کوي، چې تېره شپه يي په هوايي بمبارۍ کې د شيګل ولسوالۍ دغونډو په سرحدي سيمه کې نږدې شلو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي،خو ولسي خلک وايي چې په بمبار کې عامو وګړو ته هم ځان زيان اوښتى دى.

د کونړامنیي قومندان مل پاسوال خليل الله ضيايي ازادۍ راډيو ته وويل، چې له ډير وخت څخه د شيګل ولسوالۍ د شلتن درې په سرحدي سيمه د غونډو په کلي کې د وسلوالو طالبانو مرکز موجود وو، چې تېره شپه نړېوالو ځواکونو د هوايي بمباری لاندې راوستله او په ترڅ کې يي نزدي شلو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د پاکستان په باجوړ کې هم بمبار شوى چې هلته هم طالبانو ته نقصان رسيدلى دى.

هغه وويل، د فاروق غونډ د هستوګنې کورونو سره نزدې پروت دی او کيدای شي چې په بمبار کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتی وي.

له باجوړ څخه د راغلو مهاجرينو مشر حاجي د رويش پر تیليفون ازادۍ راډيو ته وويل چې د باجوړ په سرحدي سيمه کې د پاکستانيو الوتکو له خوا سخت بمبار شروع وو او د هغې له وېرې زيات خلک د خپلو کورنېو د ساتنې د پاره دغونډو کلي ته راوښتی و، چې دلته ورپسي هم د نړېوالو ځواکونو جهازونه راغلل او ولسي خلک يي ووژل.

هغه وويل تر اوسه ورته د نهو تنو د وژل کېدو خبر راغلي چې په کې ښځې، ماشوما ن او لويان شامل دي.

د شيګل ولسوال محمد ظاهر ساپى وايي چې د غونډو کلي د ډيورنډ پرکرښه پروت دى او له هغې ځای څخه په چټکۍ معلومات ترلاسه کول يو ستونزمنه خبره ده خو بيايي هم د پوره معلوماتو د پاره سيمي ته کسان ليږلي دي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له عمومي قومندانۍ بګرام څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې ويل شوي چې دوي تېره شپه د هېواد په ختيځ کې د هوايي عملياتو په ترڅ کې له لسو زيات وسلوال جنګيالي وژلي او په شوي بمبار کې ولسي وګړو ته زيان نه دي رسيدلي.

تر اوسه وسلوالو طالبانو او نورو جنګياليو ډلو د نړېوالو ځواکونو او افغان دولت له خوا د شوي دعوې په اړه څه نه دي ويلي.

د غونډو کلي د ډيورند پر کرښه پروت دى چې له کرښې اخوا د باجوړ اوديخوا يي د کونړ شيکل ولسوالۍ شلتن دره پرته ده، چې د کرښې دواړو لورو ته د ماموند قوم اباد دى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement