پوسټ کوډ ۳۵۵۹۶
نیټه خپرول: شنبه ۳ غویی ۱۳۹۰ ۰۸:۵۲

ناټو وايي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مهم مشر یې نیولی

نا?و وايي د ازبکستان د اسلامي غور?ن? دا ج?پو?ي مشر په کندوز ولايت ک? له خپلو دوو مل?رو سره ونيول شو.

تاند - ناټو پرون وویل، یو تن سخت دریځی چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې د یوې اړوندې تروریستي ډلې د عملیاتو مشري کوله د افغانستان په شمال کې ونیول شو.

ناټو وايي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا جګپوړی مشر په کندوز ولایت کې له خپلو دوو ملګرو سره ونیول شو.

ناټو ونه ویل چې نیولی کس څه نومېږي خو وايي چې هغه په پاکستان کې د ازبکستان د اسلامي نهضت د مشرانو او په افغانستان کې د طالبانو د جګپوړو قومندانانو ترمنځ وصلوونکې کړۍ ګڼل کېږي.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې وايي:«ده له دواړو ډلو سره د تریننګ، عملیاتو او په خپل منځ کې د همږغۍ په برخو کې مرسته کوله، او د افغان او ناټو ځواکونو پرضد یې د افغانستان په شمال کې د بمونو او هاوانونو په وسیله حملې او ځانمرګي بریدونه تنظیمول.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«هغه په ۲۰۱۰ کې د پاکستان له یوه محبسه وتښتېد او د رشوت په توګه د پیسو د ورکولو په شمول یې په مختلفو لارو له بند څخه د نورو په خلاصولو کې هم مرسته کړې ده.»

د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو اوونیو راهیسي د نړیوال ايتلاف او افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې و. د چهارشنبې په ورځ یې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د هغه پرضد عملیات وکړل او له خپلو دوو ملګروسره یې ونیوه.

د ازبکستان د اسلامي نهضت یو بل غړی، چې له دوی سره یې اړیکې لرلې، دوی ته په یوه بله نژدې سیمه کې ونیول شو.

ناټو وايي چې په تېرو پنځوسو ورځو کې یې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ تر شلو زیات غړي وژلي دي.د هغوی په منځ کې په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د پخواني مشر بلال کندوزي په شمول څلور تنه مهم کسان او مشران شامل دي.

د پنجشنبې په ورځ امریکا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشکوک غړی جرمني ته وسپاره.امریکايي مقامات وايي چې په افغانستان کې له هغه څخه تحقیقاتو مرسته کړې چې په نړۍ کې د تروریستي حملو له خطرونو خبر شي او مخکې تر مخکې په اروپا او امریکا کې خبرداري ورکړي.

په کندوز او شاوخوا ولایتونو کې یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په څنګ کې د حکمتیار اسلامي حزب، طالبان او د حقاني شبکه فعالیت کوي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ په خپل هیواد کې د اسلامي حکومت د جوړولو په هدف په ۱۹۹۱ ع کال جوړ شو.خو وروسته یې خپلې هلې ځلې تر ټولې منځنۍ اسیا پوري پراخې کړې او خپل هدف یې په درسته منځنۍ اسیا کې د اسلامي حکومت جوړول اعلان کړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement