پوسټ کوډ ۳۵۵۰۵
نیټه خپرول: شنبه ۲ زمری ۱۳۸۹ ۱۰:۱۲

په افغانستان کې د سولې عالي شورا جوړه شوه

په دې غونډه كې د كابينې ځينو غړو، ديني عالمانو اوجهادي مشرانو ګډون كړى و. غونډې پرېكړه وکړه، چې د سولې عالي شورا دې د پوهانو او سوله خوښوونكو كسانو په ګډون ډېره ژر جوړه شي څو د سولي لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي.

د سولې د عالي شورا د جوړېدو پريكړه څو اوونۍ مخکې د سولي په ملي مشورتي جرګه كې شوې وه.

د شورا دنده به دا وي چي د افغان دولت وسله وال مخالفين وهڅوي څو له جګړې لاس واخلي او عادي او سوله یيز ژوند وكړي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement