پوسټ کوډ ۳۵۴۷۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۳۸۹ ۰۸:۵۳

هغه كسان چې سوله غواړي بايد د م.م د تورليست نه لرې شي

کابل دولت وايي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راغلي پلاوي ته به وړانديز وكړي، څو د هغو كسانو نومونه له تور ليست څخه وباسي چې تمه كېږي د سولې او پخلايني له بهيرسره يوځاى شي. د امنيت شورا دغه پلاوى افغانستان ته د روان امنيتي حالت د څېړلو او له تور ليست څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو د ايستلو په څرنګوالي باندې په كابل كې كار كوي.

په داسې حال كې، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو پلاوې له تورلسټ څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د نومونو د لرې كولو په څرنګوالي كاركوي، افغان حكومت وايي، چې دغه پلاوي ته به له دغه ليسټ څخه د ځينومخالفينو د نومونو د لرې كولو وړاندېز وكړي.

د امنيت شورا دا پلاوې وروسته له هغې كابل ته راغلې، چې د سولې ملي مشورتي جرګې په افغان دولت او نړېوالې ټولنې غږ وكړ، چې د نيك نيت د ښودلو لپاره دې له دغه لسټ څخه د افغان دولت د مخالفينو نومونه وباسي.
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول د ريچارباريت په مشرۍ د ملګروملتو دسا زمان د ١٢٦٧ کميټې له هيئت سره و کتل . لو مړى د هيواد د بهرنيو چارو وزير په افغا نستان کې دسو لې د تامينولو او ثبات دټينګښت اود افغا نستان دبيا جوړ ونې لپاره ددغه سا زمان دهمکار يو اود هلو ځلو له ا مله مننه و کړه . وروسته باريت د نورو په استا زيتو ب خبرې وکړې او ددغه سا زمان د ملاتړ او مرستو ددوام له ا مله يې د افغا نستان خلکو ته ډاډ ورکر.

 ډاكټر زلمي رسول، چې د يكشنبې په ورځ يي په كابل كې يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې د افغانستان د امنيت شورا له دغه پلاوي سره خبرې اترې پيل كړي دي.

خو ښاغلي رسول وويل، چې دوي به د هغو كسانو د نومونو د لرې كولو وړاندېز وكړي، چې تمه ده د سولې او پخلاينې له بهير سره يو ځاى شي:

”تېره ورځ ما واورېدل، چې ملګري ملتونه غواړي دا بهير ژر پر مخ ولاړ شي، په ځانګړي ډول د هغو پرېكړو په اساس چې د سولې په ملي مشورتي جرګه كې شوي، دا پلاوى كابل ته راغلى، خو د دې مسئلې مشري د امنيت شورا سره ده، البته موږ د هغو كسانو د نومونو ليسټ، چې فكر كوو په راتلوونكي كې د سولې له بهير سره په كومو شرايطو يو ځاى كېږي، د امنيت شورا ته وړانديز كوو، چې هغوي له تور ليست څخه وباسي.“

تر دې وړاندې د افغان دولت په غوښتنه د پنځو تنو نومونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه ايستل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې افغان دولت به دا ځل د كومو كسانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تورليست څخه ايستل وغواړي او ايا په هغوي كې به د وسلوالو طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د ګلبدين حكمتيار نومونه هم شامل وي او كه څنګه؟

خو د سياسي چارو څېړونكي وايي، چې د امنيت شورا له تور ليست څخه بايد د هغو كسانو نومونه وايستل شي چې اوس په جګړو كې ښكيل نه دي.

د سياسي چارو څېړونكي عبدالستار سعادت هم يو له هغو كسانو څخه دى چې ورته نظر لري، نوموړى وايي، كه د هغو كسانو نومونه له تور ليست څخه وايستل شي، چې په جګړو كې دي نو دا به په افغانستان كې د تروريزم سره روانه جګړه تر سوال لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو د مشرانو د نومونو ايستل، د سولې د ملي مشورتي جرګې يوه لويه غوښتنه ده.

ويل كېږي، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تور ليست كې د ۱۳۷ تنو افغانانو نومونه ليكلي دي.

په افغانستان كې د سولې راوستلو او د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو د لارو چارو لپاره په كابل كې د غبرګولي پر ۱۲ مه د سولې ملي مشورتي جرګه د۱۶۰۰ استازو په درلودلو جوړه شوه.

د دغې جرګې يوه لويه غوښتنه دا وه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه دي د افغان دولت د ځينو مخالفو مشرانو نومونه پاك شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement