پوسټ کوډ 35383
نیټه خپرول: جمعه 2 سلواغه 138812:00

د افغانستان د کرکټ لوبډله د سوپر ۴ سیالیو اتل شو

افغانستان د کرکټ لوبډلې د ۲۰ اوریزې نړېوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې، چې په دوبۍ کې روانې وې په پای لوبه کې د ایرلنډ ټیم ته په ماتې سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. له دې دغې بریا سره به د افغانستان کرکټ لوبډله وکړای شي، د کرکټ د ۲۰ اوریزو د نړیوال جام په سیالیو کې چې د روان کال د اپریل میاشتې په ۳۱ مه په ویسټ انډیز کې ترسره کیږي ولوبیږي.

په پای لوبه یعنې فاینل کې د ایرلنډ لوبډلې لومړی بېټنګ ته ودرېد، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې او د افغانستان کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ټیم وکړای شول، چې یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف پوره او لوبه وګټي، چې د افغانستان ټیم څخه محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۶۵ منډې جوړې کړې.

د نړېوال کرکټ ادارې رییس هارون لورګات وویل، چې د افغانستان او ایرلنډ ټیمونو ته د ویاړ ځای دی، چې نړیوالو لوبو ته یې لار ومونده او دغه ټیمونه به وکړای شي، په C ګروپ کې د هندوستان او جنوبي افریقې له ټیمونو سره ولوبیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement