پوسټ کوډ ۳۵۳۷۲
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ سلواغه ۱۳۸۸ ۱۹:۲۷

د افغانستان د کرکټ ټیم متحده اماراتو ته ماته ورکړه

د ۲۰۱۰ میلادي کال د ۲۰- ۲۰ اوورنو نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې، چې په دوبۍ کې روانې دي، نن د افغانستان د کرکټ لوبډلې کوربه هېواد د متحده اماراتو د کرکټ لوبډلې ته په څلورو وکټونو ماته ورکړه او پای لوبې یعنې فاینل ته ووته. د متحده اماراتو د کرکټ لوبډلې پچه وګټله او لومړی بېټنګ ته ودرېدل، چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې وکړای شول پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړي.

د افغانستان لوبډلې په ځواب کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې او د اماراتو متحده ټیم یې په ګونډو کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند زراب شاه ظهیر ازادي راډیو سره په ېوې ځانګړې مرکه وویل، چې د پای لوبې په ګټلو یا بایلو سره د افغانستان ټیم کولای شي، د ۲۰۱۰ کال د شل اورېزو په سیالو کې ګډون وکړي:

"له نیکه مرغه د افغانستان د کرکټ لوبډلې نن د متحده اماراتو لوبډلې ته مارته ورکړه او په فاینل کې به د نیدرلینډ یا ایرلنډ د کرکټ لوبډلو څخه یوې سره به مخامخ کیږي.

که چېرې افغانستان فاینل وګاټه نو د شل اوېزو نړیوال جام په سیالیو کې به په اول ګروب کې د هندوستان او جنوبي افریقا ټیمونو سره لوبیږي او که چېرې ویې بایلله نو په دویم ګروپ کې د انګلستان او ویسټ انډیز له ټیمونو سره لوبه کوي."

ښاغلي ظهیر وویل، چې دغه لوبې به د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې پر ۳۱ مه نېټه په ویسټ انډېز هېواد کې پیلیږي او روان کال د مۍ میاشتې په شپاړلسمې به پای ته رسیږي.


افغان کرکټ لوبډلې تر اوسه ۵ لوبې کړي، چې څلور یې ګټلي او یوه یې پرون د هالنډ د کرکټ لوبډلې ته وبایلله.

خو له ټولو خوندوره لوبه یې د امریکا متحده ایالاتو له ټیم سره وکړه، ده ده په وینا، امریکايي کرکټ لوبډلې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته چیلنج ورکړی و، چې له نیکه مرغه د افغانستان کرکټ ټیم ورته سخته ماته ورکړه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement