پوسټ کوډ ۳۴۹۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۸۸ ۱۳:۳۶

ډګروال اولریښ: جرمني باید افغانستان ته نور محاربوي ځواک واستوي

په پام کې ده، چې د لندن په کنفرانس کې، د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مقامات افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیت سپارلو پر مهال ویش کار وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، چې افغانستان ته د دېرش زره اضافي سرتېرو د استولو ژمنه کړې پر نورو متحدانو هم غږ کړی، چې ورته اقدام وکړي، خو د جرمني حکومت تر دې دمه پر خپل موجود څلور نیم زره کسیز ځواک سربېره افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو له ژمنې څخه ډډه کړې ده.

په کندز کې چې جرمني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو مشري کوي، په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی.

د جرمني د وسله والو ځواکونو د ټولنې مشر ډګروال اولریښ کېرش په برلین کې خبریالانو ته وویل، موږ باید په افغانستان کې د خپلو موجودو ظرفیتونو پر څرنګوالي غور وکړو، ځکه په کندز کې اوس مهال ډېره ګرانه ده، چې د ملکي بیارغونې چارې عملي شي او په همدې دلیل دې سیمې ته باید محارب ځواک واستول شي.

د یکشنبې په ورځ د راپورونو له مخې، جرمني ځواکونو په کندز کې یو ملکي کس په یوه موټر کې هغه مهال په ډزو وواژه، چې دوی فکر وکړ له خپل موټر سره پر دوی د حملې مقصد لري.

د افغانستان پوځي ماموریت په جرمني کې، په تېره د جرمني قواوو د یوه قوماندان په غوښتنه د کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د لسګونو ملکي وګړو له وژل کېدو وروسته، ډېر پلویان نه لري.

د جرمني د وسله والو ځواکونو د ټولنې مشر په خپلو څرګندونو کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان جګړه یوازې په پوځي لارو نه ګټل کېږي.

ده وویل، یوازې پوځي عملیات نه، بلکې ملکي اقدامات دي چې ټاکونکي دي. د ده په وینا په دې برخه کې جرمني ځواکونو د تل په شان کم اقدامات کړي دي.

ډګروال اولریښ کېرش دا یادونه هم کړه چې په کندز کې دجرمني ځواکونو له خوا د ولایتي بیارغونې چارې ډېرې ورو پرمخ ځي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement