پوسټ کوډ 34449
نیټه خپرول: سه شنبه 24 لیندۍ 138808:29

مولن: د افغانستان امنيت له پاکستان سره تړلی دی

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه لورو د ترهگرۍ پر ضد مبارزې کې د افغانستان، پاکستان او نړيوالې ټولنې پر گډې همکارۍ هم بحت کړى دى .

ښاغلي مولن وړاندې له دې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ويلي و چې افغانستان ته به د ٣٠ زره امريکايي سرتيرو لومړۍ جوپه د روانې اوونۍ تر پايه ورسېږي .

ښاغلي مولن افغانستان کې د تاورتريخوالي پېښو زياتېدو ته په شارې وويل افغانستان کې د امريکا او متحدينو د شتون موخه د امنيت ټينګښت او له القاعدې ډلې سره مبارزه ده .

لوی درستيزمايک مولن ټينګار وکړ چې افغانستان کې د امنيت ټينګښت او د ترهګرو ډلو ځپل تر ډېره د پاکستان د حکومت په همکارۍ پورې تړلي دي .

نوموړي زياته کړه په دې اړه به د خبرو لپاره ډېر ژر پاکستان ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره به خبرې پرې وکړي .

افغانستان او پاکستان کې د وسله والو طالبانو د زياتېدونکو بريدونو په اړه اندېښمن دی .

په دې لړ کې د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر ډېوېډ پټريوس تېره ورځ اسلام اباد کې و، چې د هغه هېواد له چارواکو سره يې د افغانستان په اړه د امريکا پر تګلارې خبرې کولې .

بل خوا د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون د نژدې دوه سوه پنځوس ميليون ډالرو اعلان کړی، چې افغانستان کې د برتانوي پوځيانو لپاره اضافي تجهيزات واخلي او د سړک غاړې ماينونو د له منځه وړلو په برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement