پوسټ کوډ 34344
نیټه خپرول: سه شنبه 17 لیندۍ 138809:54

کابل ښاروال: د محکمې پرېکړه بې بنسټه ده

اختلاس په تور محکوم شوي لومړني لوړ پوړي افغان چارواکي هم له خپله لوري هغه ټول تورونه بې ځايه وبلل چې د افغانستان لويې څارنوالۍ يې پر بنسټ پر ده د څلور کاله تنفذي بند حکم کړی و.
د لويې څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار په دې اړه بي بي سي ته وويل چې پر ښاغلي صاحبي د اختلاس دوه تورونه دي چې يو يې بشپړ شوی او پر دويم يې لا هم کار او څېړنې روانې دي .

نوموړي زياته کړه چې چې ښاغلي صاحبي په يوه قرار داد کې حکومت ته لکونه افغانۍ زيان اړولی دی:

((يوه موضوع په ده کيپک کې د يوې ودانۍ وه چې له داو طلبي او مزايدې پرته د ښاروالۍ مرستيال ته په قرار داد ورکړل شوې وه . له همدې امله حکومت ته اته لکه او يويشت زره افغانۍ زيان اوښتی وه.

نو پر دې بنسټ يې دوسيه مخکې بشپړه شوې او محکمې ته مو استولې ده ، محکمې نن پرېکړه کړې او دی يې پر څلور کاله تنفيذي بند محکوم کړی دی .))

خو ښاغلي صاحبي له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د څارنوالۍ تورونه رد او بې بنسټه وبلل او زياته يې کړه چې دا مسله سمې ارزونې ته اړتيا لري :

(( زه دا رده وم او اوس يوې سمې ارزونې ته اړتيا ده . هغه کسان چې دغه د سيسه يې جوړه کړې ده بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي .

له بده مرغه هغه ګامونه چې محکمې اخيستې دي د قانون او اصولو خلاف دي چې زه غواړم چې دا روښانه شي .

په داسې حال چې يو څوک په يوه پېښه کې هېڅ ښکېل نه وي، معلومات نه لري، حکم يې نه وي صادر کړی او هېڅ لارښوونه يې چاته نه وې کړې نو څنګه کېدای شي چې څوک هغه تورن کړي او يا يې مجرم وبولي؟

زما دا موضوع تعقيبوم او د خپل حيثيت او حقوقو د راګرزولو غوښتنه کوم. ))

نوموړي وويل د ده په اړه د څارنوالۍ پرېکړه نا قانونه ده او دی به محکمې ته د ځان پر سپيناوي سربېره د خپلو حقونو او حيثيت د راګرزېدو غوښتنه وکړي.

کابل ښاروال لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې د فساد په تور د څارنوالۍ له لوري محکومېږي خو دا به وروسته وکتل شي چې مسله کوم ځای ته رسېږي .

که د څارنوالۍ له حکم سره سم ښاغلی صاحبي زندان ته ولاړ شي نو دا به د ښاغلي کرزي په نوي حکومت کې د فساد پر ضد لومړی ګام او د نورو فاسدو چارواکو لپاره د خطر يو جدي زنګ وي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement