پوسټ کوډ ۳۴۳۲۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۸۸ ۰۹:۰۶

لغمان کې د دولت شپږ مخالف وسله وال وژل شوي


د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د امريکايي ځواکونو د تېرې شپې د هوايي بريد له امله چې د لغمان ولايت د مرکز پورې اړوند د دلارام په سيمه کې تر سره شول، يو شمېر د دولت مخالف جنگيالي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سيداحمد ساپي افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: چې په بريد کې شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي هم دي.

نوموړى وايي: د هغه عملياتو په ترڅ کې چې په ياده شوې سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري تېره شپه تر سره شول، يو شمېر نور کسان نيول شوي. چې د نوموړي په وينا، دوى يې په اړه بشپړ معلومات په لاس کې نه لري.

آمريکايي ځواکونو هم تر اوسه د تېرې شپې د هوايي بريد او ځمکنيو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا هم نه ده څرگنده چې ملکي وگړيو ته په دې ځمکني او هوايي بريد کې زيان رسېدلى که نه، خو په تېر کې تل په دا ډول بريدونو کې ملکي وگړي هم زيانمن شوي دي.

بل پلو د لغمان په گاونډي ولايت ننگرهار کې ځايي چارواکي وايي ددغه ولايت د څارگرې ادارې موظفينو د دولت يو مخالف سرگروپ نيولى دى.

د ننگرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: ملي امنيت د پچيراگام ولسوالۍ يو استوگن د دولت پرخلاف د ناوړه عملونو د ترسره کولو په تور نيولى چې د نورو پوښتنو گروېږنو لپاره پلازمېنې کابل ته استول شوى دى.

د ملي امنيت د لوى رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوى د ننگرهار په ولايت کې د امين جان په نوم د مخالفو طالبانو د يوې لس کسيزې ډلې مشر نيولى دى.

د خبرپاڼې په وينا، نوموړي په خپلو تحقيقاتو کې اعتراف کړى چې د پچيراگام په ولسوالۍ کې يې پر دوه سرحدي پوستو او په دغه ولسوالۍ کې يې د سرک جوړونې د يوه افغاني شرکت پر کارکوونکو بريدونه کړي، همدلته يې د يوې بهرنۍ موسسې يو موټر ته اور اچولى او دغه راز يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې شپې پاڼې ويشلي، تر څو خلک په ټاکنو کې برخه وانخلي. د ملي امنيت ادارې ويلي چې له نيول شوي تن نه نورې پوښتنې گروېږنې هم رواني دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement