پوسټ کوډ 34155
نیټه خپرول: دوشنبه 2 لیندۍ 138811:29

لويه څارنوالي فساد کې د ښکېلو اسناد راټولوي

خو لويې څارنوالۍ د لوېديځو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې گواکې په فساد کې د ککړو لوړپوړو چارواکو د نيولو حکم يې کړى دى .

لويه څارنوالي وايي دا مهال په فساد کې د ښکېلو نژدې پنځلسو پخوانيو او اوسنيو وزيرانو او مرستيال وزيرانو په اړه د شواهدو په راغونډولو بوخت دي .

د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي د هغو دوو وزيرانو په اړه د شواهدو په کره کولو او راغونډولو بوخت دي چې د فساد شک پرې کيږي .

مرستيال څارنوال فضل احمد فقيريار د دغو جگپوړو چارواکو له نوم اخيستو ډډه وکړه ، ويې ويل دا مهال د دوى په اړه د بډو په اړه د ترلاسه شويو شواهدو په کره کولو بوخت دي .

د کابل هوايي ډګر کې

ښاغلى فقيريار وويل موده وړاندې يې د حج او اوقافو وزارت دوه کارکوونکي چې له سعودي عربستان نه کابل ته ستنېدل د کابل په هوايي ډگر کې د فساد په تور نيولي دي .

دى وايي پر دوى شک دى چې په سعودي عربستان کې يې د افغان حاجيانو د اوسېدو لپاره د کرايه شويو ځايونو په بدل کې د دغو ودانيو له مالکانو کمېشن اخيستى دى .

خو تېره ورځ د حج او اوقافو وزارت ويلي نيول شوي تر شک لاندې کسان ادعا کوي چې ورسره نيول شوې پيسې په سعودي عربستان کې د حاجيانو د ځاى ځايگي لپاره د ورکړل پيسو نه اضافه شوې وې او وزارت ته يې سپارلې.

سنډې ټايمز ورځپاڼې په تېره گڼه کې د لويې څارنوالۍ د چارواکو له خولې داسې راپور ورکړى وو چې د حامد کرزي د کابينې د دوو وزيرانو د نيولو امر ورکړل شوى دى .

خو لويې څارنوالۍ دا ډول رپوټونه رد کړل. مرستيال څارنوال فضل احمد فقيريار وويل په پلټنو بوخت دي او تراوسه يې د کوم وزير يا مرستيال وزير د نيولو پرېکړه نه ده کړې .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement