پوسټ کوډ ۳۴۱۴۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۸۸ ۱۷:۳۹

د ننگرهار پاتې ولسوالۍ به ډېر ژر د ناقانونه وسلو له شتونه پاکې شي


د ننگرهار ولايتي اداره وايي ډېر ژر به ددغه ولايت پاتې ولسوالۍ د ناقانونه وسلو له شتون نه پاکې کړي.

د ولايتي ادارې د مسئولينو په وينا، د ننگرهار په ديارلسو ولسواليو کې د ناقانونه وسلو د راټولولو پروسه پاى ته رسېدلې ده.

د ننگرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: د ننگرهار والي گل آغا شېرزي د اړوندو ولسواليو ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته ويلي چې په راتلونکو څلوېښتو ورځو کې به خپلې ولسوالۍ د ناقانونه وسلو له شتونه پاکوي.

نوموړى وايي: په دغه ولسواليو کې خوږياني، پچيرآگام، اچين، سپين غر، گوشته، نازيان، رودات، حصارک، شېرزاد او جلال آباد ښار شامل دي.

د ننگرهار د والي وياند زياته کړه: په دغو ولسواليو کې د ډاياگ د پروگرام د چارواکو له لوري څه دپاسه څلورسوه ميله سپکه او درنه وسله په نښه شوې چې د وسله والو له منگولو به راټوله شي.

عبدالزي وويل: د ننگرهار په لسو ولسواليو کې چې پخوا ددغه وسلو له شتونه پاکې شوي او د سولې د ولسواليو په نوم يادې شوي، په ټوليز ډول څلور زره يو سلو دوه پنځوس ميله سپکه او درنه وسله، څه دپاسه نهه زره بکسې مهمات او دغه راز تر درې دېرشو زرو زياتې سرخلاصې مرمۍ راټولې شوي دي.

هغه زياتوي په يادو شويو ولسواليو کې د ډاياگ د پروگرام له لوري د څښلو د اوبو رسولو، ښوونځيو جوړولو، کاريزونو د پاکولو، چرگانو د ويشلو او تراکتورونو د ويشلو بېلابېلې پروژې پيل شوي چې ټوليز ارزښت يې خواوشا يو مليون ډالر اټکل شوى دى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement