پوسټ کوډ ۳۳۹۷۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۳۸۸ ۰۸:۵۹

د ځنگلونو وهلو اندېښمن کړي يو

د ننگرهار د کرنې رياست چارواکو په دغه ولايت کې د ځنگلونو د پرېکولو له امله اندېښنه وښوده .

ددغه رياست چارواکي وايي هره ورځ په اوسط ډول تر زرو پورې د ځنگلونو ونې په ناقانونه توگه پرې کېږي.

د ننگرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انجنير محمدحسين ساپي د سه شنبې په ورځ افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: په ننگرهار کې په ټوليز ډول نږدې يوسلو پنځوس زره هکتاره طبيعي ځنگلونه شته، چې دوى ته د ځينو سيمو نه د ځنگلونو د پرېکولو راپورونه رسېدلي دي.

هغه وايي: که څه هم چې په يو شمېر سيمو کې ورته قومي مشرانو او ځايي حکومتي چارواکو د طبيعي ځنگلونو د ساتنې ډاډ ورکړى، خو ددې سره سره په ځينو سيمو کې د ځنگلونو پرېکول دوام لري چې دوى يې په اړه د ولايت مقام او د ځنگلونو د وهلو او دغه راز د دولتي ځمکو د لاندې کولو د مخنيوي په موخه جوړ شوي کمېسون ته خپله اندېښنه وړاندې کړې ده.

د کرنې رئيس زياته کړه: د ځنگلونو د ساتنې دنده يوازې د کرنې رياست پورې اړه نه لري، بلکې ټولې دولتي ادارې په ځانگړې توگه امنيتي ارگانونه مکلف دي چې ددې په ساتنه کې برخه واخلي.

ننگرهار چې د طبيعي ځنگلونو د لرلو له امله ځانگړى ځاى لري، خو له تېرو درې لسيزو راهيسې پر دغه ځنگلونو ناتار گډ شوى او تر وهلو وروسته په ناقانونه توگه بهر ته وړل کېږي.

د ډېرو کارپوهانو په اند که د طبيعي ځنگلونو د وهلو مخه ونه نيول شي، نو نه يوازې دا چې دغه طبيعي شتمني به له منځه لاړه شي، بلکې د چاپېريال د ککړتيا لپاره به هم لاره هواره شي.







ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement