پوسټ کوډ ۳۳۹۴۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۷ لړم ۱۳۸۸ ۱۷:۳۸

د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد وشو

د دولت مخالفو طالبانو د کابل - جلال آباد پر لويه لار بهرنيو ځواکونو ته تلونکي د تېلو ټانکرې وسوزولې.

ځايي امنيتي چارواکي وايي د طالبانو د بريد له امله د ټاکرو دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

عيني شاهدانو ويلي چې وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې د جلال آباد - کابل پر لويه لار د درونټې برېښناکوټ ته څېرمه د غره له سره بهرنيو ځواکونو ته تلونکي ټانکرو باندې وسله وال بريد وکړ.

د عيني شاهدانو په وينا، په بريد کې پر تېلو بار درې ټانکرې وسوزول شوې او طالبان له بريد وروسته بېرته خپلو مورچلو ته ستانه شول.

د ننگرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور چې پخپله په سيمه کې موجود و، افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: نن له غرمې مخکې بهرنيو ځواکونو ته په سون توکيو بار خواوشا اويا ټانکرې په دوه کاروانونو کې د کابل پر لور روانې وې چې د هر کاروان سره تر اويا تنو پورې ساتونکي هم مله وو، چې د کابل - جلال آباد پر لويه لار د درونټي په سيمه کې د مخالفينو تر بريد لاندې راغلل.

نوموړى وايي: څلور ټانکرې د طالبانو په بريد کې ولگېدې چې دوه يې وسوزېدل او د دوه ټانکرو تېل له منځه ولاړل.

سمونوال عبدالغفور زياته کړه: د بريد پر مهال د ټانکرو د ساتونکو او وسله والو طالبانو تر منځ د څه مودې لپاره وسله وا

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement