پوسټ کوډ 33874
نیټه خپرول: چهارشنبه 13 لړم 138809:18

د مرورې ولسوالي مو نيولې ده

امنيتي چارواکي پر ولسوالۍ د مخالفينو له لوري شوى بريد مني، خو وايي چې ولسوالي د دوى له واکه نه ده وتلې.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي د سه شنبې په ورځ خبري رسنيو ته ويلي چې تېره شپه يې د يوې سختې جگړې وروسته د کونړ ولايت د مرورې ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

نوموړى وايي: چې په دې نښته کې يې پينځلس تنه افغان سرتېري وژلي او تر لسو ميلو زياته سپکه او درنه وسله او دغه راز د پوليسو يو رينجر موټر يې هم ولجه کړى دى.

مجاهد وويل: چې په دې نښته کې د دوى درې تنه جنگيالي هم وژل شوي دي. هغه همدا راز ويلي چې سهار مهال يې وسله وال جنگيالي د ولسوالۍ له ودانۍ نه وتلي او خپلو پخوانيو مورچلو ته ستانه شوي دي.

په کونړ کې د پوځي همغږۍ د مرکز مشر جنرال محمدقاسم بېټنى هم د مرورې پر ولسوالۍ د مخالفينو له لوري تر ټولو سخت بريد مني، خو وايي: چې دوى د مخالفينو بريد د څو ساعتونو په موده کې په شا وتمباوه او مخالفينو ته يې درنه مرگ ژوبله ور واړوله.

جنرال بېټني وويل: په دې نښته کې څلورتنه پوليس ټپي شوي او يو تن وژل شوى او د درې تنو مخالفينو مړي چې د جگړې په ډگر کې پاتې وو، د ولسوالۍ ودانۍ ته راوړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: تر پينځه ويشتو تنو زيات مخالفين هغه مهال ووژل شول چې غوښتل يې د پوليسو يو موټر له ځانه سره بوځي.

د هغه پر وينا، افغان پوځ پر ټوله ولسوالۍ حاکميت لري او دا مهال وضعيت عادي حالت ته راگرځېدلى دى.

د مرورې ولسوالي د ډيورنډ پولې ته څېرمه د کونړ ولايت مرکز اسدآباد په څو کيلو مترۍ کې پرته ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement