پوسټ کوډ ۳۳۵۲۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ تله ۱۳۸۸ ۱۳:۵۵

په لوګر کې د لرغونې سيمې کيندنې روانې دي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د لوگر ولايت د عينکو د مسو کان ترڅنگ د وروستۍ کشف شوې لرغونې سيمې د کندنې چارې روانې دي .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي د عينکو د مسو کان ته څېرمه يې تر دې دمه له دغه لرغوني ښارگوټي د يوه معبد څو ودانۍ له خاورو وېستلي ، د مسو څه د پاسه سل سکې يې موندلي او د مات شويو بوتانو د بدن غړي يې کشف کړي دي .

چارواکي په دغه سيمه کې کشف شوي لرغوني اثار له ميلادي کال نه د سلگونو کلونو وړاندې زمانې بولي .

دوى وايي ددغه لرغوني ښارگوټي بېړنۍ کندنه يې له کبله پيل کړې چې په عينکو کې د مسو د استخراج پر مهال زيان ور وانه اوړي .

د دغه وزارت د لرغون پېژندنې ادارې مشر محمد نادر رسولي وايي ددغې سيمې د کندنې چارې يې د زمري مياشتې له لومړيو پيل کړي او تر هغه چې هوا ښه وي روانې به وي .
ښاغلى رسولي وايي دغه سيمه لا له وړاندې کشف شوې او ډېر اتار په غېر مسلکي ډول د قاچاق کوونکو له لوري ترې لوټ شوي دي .

دى وايي د مالي امکاناتو د کموالي له کبله يې ددغې سيمې د کندلو چارې نه پيلولې ، خو اوس اړ شول چې د مسو د وېستو پر مهال د زيان اووښتو د مخنيوي لپاره بېړنۍ کندنې وکړي :

' موږ دغه بېړنۍ کندنې ددې لپاره پيل کړې چې د مسو د ويستو پر مهال په کان کې د چاودنو له کبله دغه سيمه او په دې کې لرغوني اتارله ډبرو او خاورو لاندې نه شي او زيان ورته ونه رسيږي. بله داچې ددغې سيمې لرغونتوب وساتل شي .'

ښاغلي رسولي زياته کړه هغه اتار چې تر اوسه موندل شوي له مېلاد نه وړاندې په پنځمې او اتمې پېړۍ او آن د فلزاتو په هغه مهال پورې تړاو لري چې خلکو له فلزاتو استفاده پيل کړې وه .

دى وايي د مسو په کان کې ځينې ځايونه هم کندل شوي چې دا ددې ښکارونديي کوي چې هغه مهال دوى د خپلو اړتياو لپاره مس کارولي دي .

دى وايي په دغه سيمه کې موندل شويو اتارو کې داسې اتار هم شته چې له مېلاد نه دوه زره کاله وړاندې قدامت لري .

افغانستان له لرغونو توکو ډک هېواد دى ، خو د څو لسيزو جگړو پر مهال يې ډېر اتار په قاچاقي ډول په غېر مسلکي بڼه وېستل شوي دي .


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement