پوسټ کوډ ۳۳۰۳۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۳ وږی ۱۳۸۸ ۱۲:۳۲

د بې پيلوټه الوتکې بريد ٤ وژلي

د شمالي وزيرستان د ميرعلي سره نژدې نن سهار ٦ بجې د امريکا بې پيلوټې الوتکې په توغنديز بريد کې ٥ نور تنه ټپيان شوي دي .

حکومتي سرچينې وايي چې بريد پر يوه ګاډی شوی او په وژل شويو کې دوه بهرنيان هم دي .

خو ځايي خلک وايي چې ټول وژل شوي کسان ځايي خلک دي .

دا په تېرو لسو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې درېيم توغنديز بريد دی .

واشنګټن ادعا کوي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې القاعده ډله بيا ځان پياوړی کول غواړي، او د افغانستان طالبان له پاکستاني اورپکو سره په ګډه پکې روزنيزې ځايونه جوړوي .

دغه بريدونه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په وسيله کېږي.

کلابندي

بل خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د تېرې يکشنبې په ورځ ويلي وو چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په سوات کې د طالبانو مشر مولانا فضل الله کلابند کړی دی .

شاغلي ملک ويلي چې ځواکونو يې د ښاغلي فضل الله د پټېدو ځای کلابند کړی او اوس همالته بند پاتې دی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement