پوسټ کوډ 33008
نیټه خپرول: يکشنبه 22 وږی 138809:43

ننگرهار کې شپږ تنه پوليس په يوه وسله واله نښته کې مړه او ټپيان شول

د دولت وسله وال مخالفين وايي په بريد کې مقابل لوري ته پر اړولي زيان سربېره يې يوه اندازه وسله هم تر لاسه کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د شنبې په ورځ افغان غږ آژانس (آوا) ته وويل: تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو د ډيورنډ پولې ته څېرمه د دوربابا ولسوالۍ اړوند پر دوه سرحدي پوستو وسله وال بريد وکړ چې له امله يي دده په وينا، څلور تنه سرحدي پوليس ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د والي وياند وايي: د پوليسو په ځوابي بريد کې مخالفو بريد کوونکو ته هم د سر زيان وراوښتى، خو دوى يې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.
خو دا په داسې حال ده چې د دولت وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې په بريد کې يې لږ تر لږه شپږ تنه پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځانه سره وړي دي.
خو د ننگرهار سيمه ييز چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.

په تېر کې هم د ننګرهار ولايت پر سرحدي پوستو د مخالفينو له لوري وسله وال بريدونه شوي چې دواړو لورو ته يې د سر او مال زيانونه وراړولي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement