پوسټ کوډ ۳۲۹۱۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ وږی ۱۳۸۸ ۱۳:۴۶

ايساف له نورو گنگوسو څخه خبرداری ورکړ

د افغانستان په شمال کې د کندوز ښار ته ورڅېرمه د هوايي بريد څخه څلور ورځې وروسته هم لا څرگنده نه ده چې څومره ملکي وگړي په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي. د ناټو د امنيت ساتونکي ځواک ايساف يوهء وياند له نورو گونگوسو څخه خبرداری ورکړ او په دې يې ټينگار وکړ چې دقيق ارقام به د څېړنې له رپوټ تر بشپړېدلو وروسته راپه ډاگه شي. افغان ولسمشر حامد کرزي په تندو الفاظو په دغه هوايي بريد باندې نيوکې وکړې او پوښتنه يې وکړه چې ولې ناټو پياده ټولگي نه وو موظف کړي. په کابل کې داسې آوازونه هم اورېدل کيږي چې د طالبانو د جنگياليو په وړاندې د کلکو اقداماتو پلوي کوي. آلماني عکسرو د هغوی په اند وښودل، چې د ترهگرو په وړاندې غوڅې پرېکړې پکار دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement