پوسټ کوډ 32890
نیټه خپرول: دوشنبه 16 وږی 138815:55

پر نشه يي توکو روږدي ډېر شوي دي

په افغانستان کې دنشه يي توکيو پر وړاندې دمبارزې وزارت وېره لري چې په دغه هېواد کې په نشه يي توکيو د روږدو کسانو شمېره شونې ده چې دوه مليونه ته رسېدلې وي .
وزارت وايي چې دوی د ځينو نورو ادارو په مرسته يوه سرشمېرنه پيل کړې چې د روان زېږديز کال تر پايه به بشپړه شي .
د وزارت په وينا د روږدو کسانو د شمېر دزياتوالی لاملونه کډوالۍ او په کور دننه د نشه يي توکو کرل او ډېرېدل دي .
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي که څه هم دوی په د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي، خو دا مهال د دغو کسانو شمېره د ٢٠٠٦ کال په پرتله کابو سم په نيمايي لوړه شوې ده.
ددغه وزارت وياند زلمی افضلي وايي چې د روږدو کسانو زياتوالي له بحران سره مخامخ کړي دي . ښاغلي افضلي وويل چې د روږدو کسانو دشمېر دزياتوالي لوی لاملونه کډوالۍ او په هېواد کې د ننه دنشه يي توکو کرکيله او ډېرېدل دي .
دنوموړي په وينا په منځني ډول په هرو دريو راستنېدونکو کورنيو يو يا دوه تنه په يو ډول نشه يي توکو روږدي وي .
دغه راز په ولايتونو کې هم دکوکنارو دکښت زياتوالي د روږدو کسانو د شمېر په زياتوالي اغېز کړی دی .
وزارت وايي چې له دغې ستونزې سره د مبارزې په لاره کې يې تر ټولو ستر خنډ لږه بودېجه ده چې نه شي کولای ټولو روږدو کسانو ته ورسېږي .

خو ښاغلي افضلي وويل چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې لپاره به د زړو مرکزونو په څنګ کې ١٦ نوي لوی مرکزونه جوړ کړي او د خلکو دعامه پوهاوي دکچې د لوړلو هڅې به وکړي .

نوموړي په نړيواله ټولنه غږ وکړ چې له دوی سره د روږدو کسانو د شمېرې په راټيټولو او دهغوی په درملنه کې مرسته وکړي .

په افغانستان کې په هرو دريو يا څلورو کلونو کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو سر شمېرنه کېږي چې وروستۍ هغه په ٢٠٠٦ کال کې شوې وه .

ددغې سرشمېرنې له مخې په ټول هېواد کې نهه لکه و شل زره کسان په نشه يي توکو روږدي بلل شوي وو چې په سلو کې اوه ماشومان ، ١٣ مېرمنې او پاتې نور يې نارينه و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement