پوسټ کوډ 32694
نیټه خپرول: شنبه 7 وږی 138809:15

په شمال کې ازبک اورپکي وژل شوي دي

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي چې دهېواد په شمال کې يې څو وسلوال وژلي او سوېل کې يې څوتنه ژوندي نيولي دي.
دغو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي دي چې د ازبکستان په اسلامي غورزنګ پسې تړلې يوه ډله جنګيالي چې دکندوز ولايت په چهاردره ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه له منځه وړي دي .

په ويناپاڼه کې ويل شوي کله چې ناټو ځواکونه سيمې ته ورسېدل نو له څو ځايونو څخه پرې بريد وشو، خو په ځوابي ډزو کې څو ياغيان ووژل شول او يو ولسي وګړی ټپي شو.

ويناپاڼه وايي چې دپلټنو پر مهال د وژل شويو په منځ کې يوه وسلواله ښځه هم موندل شوې چې توپک او مهمات ورسره و.

دکندوز والي محمدعمر وايي چې دوی ته مخکې خبر رسېدلی و چې په چهادره ولسوالې کۍ د تيمور شاه په نوم د يوه جهادي قوماندان کره د غه ازبک جنګيالي موجود دي .

د والي په وينا ناټو ځواکونو پرې دشپې عمليات وکړل او په پايله کې يې د تيمورشاه او محمدعمر په نوم دوو قوماندانانو په ګډون 6 تنه ووژل.

ناټو وايي چې په دغې سيمه کې يو شکمن سړي هم نيول شوی، خو والي د نيول شويو کسانو شمېره څلور ښيي .

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په سويل لوېديز ولايت کندهار کې ناټو ځواکونو ورته عمليات تر سره کړي او شپږ کسان يې له طالبانو سره دتړاو په شک نيولي دي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement