پوسټ کوډ 32664
نیټه خپرول: پنج شنبه 5 وږی 138808:29

افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه

افغانستان د هالنډ پياوړې لوبډلې ته د يوۀ لوبغاړي په لرلو ماتې ورکړه او په څلور ورځنيو لوبو کې يې لومړنى برى ترلاسه کړ .
هالنډ د دې لوبې په لومړنۍ ورځ ټول لوبغاړي په ١٨١ منډو له لاسه ورکړل خو ورسره يې افغان لوبغاړي هم يوازې په ١٠٧ منډو وسوځول .
داسې ويره وه چې هالنډيان به په دويم نوبت کې خورا ډيرې منډې وکړي او دا لوبه به له افغانانو په اسانۍ وگټي .
هالنډي لوبغاړي د خورا ډيرې تجربې خاوندان دي او د کريکټ په لوبه کې له تيرو شاوخوا ديرشو کلونو نړيوالې سيالۍ کوي .
خو په دويم نوبت کې افغان بالرانو د هالنډ پياوړې لوبډله يوازې د ١٣٢ منډو په بدل کې وسوځوله .
د افغانستان له خوا شاپور ځدراڼ او ميرويس اشرف څلور څلور لوبغاړي وسوځول .
هالنډ په دې ډول افغانستان ته د ٢٠٧ منډو هدف وټاکه چې په دې ميدان يې ترلاسه کول اسانه نه و .
کله چې احمد شاه او شهزاد هم ژر وسوځيدل داسې هيلې لږې وې چې افغانان به بريالي کيږي .
خو د لوبې په دريمه ورځ نور علي ځدراڼ د ٥٦ منډو په کولو د بري هيله پيدا کړه .
کپتان نوروز منگل ١٩ ، ريس احمدزي ٢٦ او ميرويس اشرف ٣١ منډې وکړې او د بري لپاره يې لاره هواره کړه . 
په پاى کې که څه هم سر په سر لوبغاړي وسوځيدل او داسې ډار و چې افغانستان شايد له رسيدلي مزلۀ پاتې شي .

خو سميع الله شينواري د ٢٥ منډو په کولو هدف ترلاسه کړ .

افغانستان په تير يوۀ کال کې ډير برياليتوبونه ترلاسه کړي خو دا يو يې چې په څلور ورځنۍ لوبه کې و شايد د ډيرو پام ځان ته واړوي .



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement