پوسټ کوډ ۳۲۵۷۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ وږی ۱۳۸۸ ۰۸:۳۷

يو وسله وال او دوه پوليس د جلال اباد په ښار کې ووژل شول

نښته د جلال اباد ښار په تر ټولو گڼ مېشته سيمه د هندوانو درمسال ته څېرمه رامنځته شوه.
د ننگرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي ته وويل: جمعی شپه خواوشا اته بجې يو وسله وال تن چې چاوديدونکي توکي او لاسي بمونه هم ورسره وو، د جلال اباد ښار په ختيزه څنډه کې د پوليسو لومړۍ حوزې ته د ننوتو په هڅه کې لومړى د حوزې مخې ته ناست دوه پوليس په ډزو ووژل او د حوزې ودانۍ ته ورننوت.
د والي وياند وويل: وروسته د وسله وال او پوليسو تر منځ ډزې پيل شوې چې څو دقيقې يې دوام وکړ چې په پايله کې بريد کوونکى د پوليسو د ډزو په نتيجه کې ووژل شو.
نوموړى وايي: د وژل شوي تن هويت تر دا مهاله نه دى په ډاگه شوى خو دده په وينا پوليس او اړوند امنيتي ارگانونه د وژل شوي تن د نورو ملگرو پسې لټون پيل کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د جلال اباد په مرکزي روغتون کې سرچيني وايي دوه پوليس او يو ملکي وگړى يې په ټپي حالت کې روغتون ته وروړي چې يو پوليسو د ټپونو د سختيا له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
خو د روغتون د سرچيني د خبر په خپلواکه توگه پخلى نه دى شوى.
بل لور ته د دولت وسله والې مخالفې ډلې طالبانو ددغه بريد پړه پر خپله غاړه اخيستې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد له يو ناڅرگند ځايه رسنيو ته وويل: د دوى دوه تنه په وسلو او ځان وژونکو واسکټونوسمبال د جلال اباد په ښار کې د پوليسو لومړۍ حوزې ته ورننوتي او د پوليسو سره په وسله وال مقاومت بوخت دي.
مجاهد وويل: د دولت لوري ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه لري.
خو دا په داسې حال کې ده چې سيمه ييز افغان چارواکو يوازې د يو تن ځان وژونکي د وژل کېدو پخلى کړى دى.
که څه هم چې يوه مياشت وړاندې هم دوه تنه ځان وژونکي د جلال اباد هوايي ډگر ته څېرمه د افغان او بهرنيو ځواکونو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي وو، خو دا لومړى ځل دى چې د جلال اباد ښار په زړه کې يو ځان وژونکى د پوليسو حوزې ته ورننوزي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement