پوسټ کوډ 32500
نیټه خپرول: چهارشنبه 28 زمری 138816:16

د ايتلافي ځواکونو بمبار ٤ پوليس ووژل

غزني د والي وياند سيد اسماعيل جهانګير بي بي سي ته وويل غزني ښار ته څېرمه د قاضي کلا په سيمه کې د پوليسو پوسته هغه مهال د ايتلافي ځواکونو تر بريد لاندې راغله، کله چې دغې پوستې ته طالبان ورننوتل .
جهانګير زياتوي چې تېره شپه دوه بجې د طالبانو له خوا نيول شوې وه، چې ايتلاف ځواکونو پرې هوايي بريد وکړ .
دی وايي چې معلومات نه لري، چې دغه دوه پوليس ايتلافي ځواکونو ورسره وړي او که څنګه .
دی وايي چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په اړه يې دقيق معلومات نه لري .

پېښه تر څېړنې لاندې ده .
له تېرو درو ورځو راهيسې غزني ښارته څېرمه هره شپه پر امنيتي پوستو طالبان بريدونه کوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement