پوسټ کوډ ۳۲۴۶۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۷ زمری ۱۳۸۸ ۱۴:۴۴

پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګی بريد وشو

د کابل په ختيځ کې گمرک ته ورڅېرمه د ناټو ايساف د ځواکونو پرگزمه ځانمرگى بريد شوى .
سيمه د ايساف ځواکونو له لورې تړل شوې او پوليس وايي تر دې دمه د تلفاتو جزييات نه دي مالوم .
خو عيني شاهدان وايي څو امبولانسونه يې ليدلي چې زخميان يې ليږدول .
گهيځ وختي د ښار په مرکز هم دوه توغندي راپريوتي وو چې د اړولي تاوان جزييات يې نه دي معلوم .
د روان اګست مياشتې پر ١٥مه هم د کابل په زړه انصاري واټ کې د ايساف ځواکونو د اډې مخې ته ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې اوو تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول .

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه واخيسته .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement