پوسټ کوډ 32431
نیټه خپرول: دوشنبه 26 زمری 138812:42

د کرزي، اشرف غني او بشردوست ترمنځ مناظره

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په يوې تلوېزيوني مناظرې کې له جنګ سالارانو سره د يووالي پر سر ننګول شوی دی .
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه يوه سيال رمضان بشردوست وويل دا د نه منلو خبره ده چې جنګسالاران په انتخاباتي مبارزو کې اصلي ونډه لري .

دا د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو سره د اوسني ولسمشر حامد کرزي او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ کانديد لومړۍ مخامخ تلوېزيوني مناظره وه .

د افغانستان په ملي تلوېزيون کې د مخامخ خپرې شوې مناظرې په درشل کې حامد کرزي له ډاکټر اشرف غني احمدزي او رمضان بشردوست سره بېلابېلو موضوع ګانو ته ځواب وايه .

د ولسمشر حامد کرزي يوه بل مخور سيال ډاکټر عبدالله په دې مناظرې کې ګډون نه وو کړی .

د کارپوهانو په وينا، دا د افغانستان په تاريخ کې بې سارې خبره وه، چې واکمن ولسمشر د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې په دا راز مخامخ خبرو کې ګډون کوي . 

درېواړو کانديدانو په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو پر موضوع ګانو هم ټينګار وکړ .

حامد کرزي وويل که د دويم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو، نو د سعودي عربستان په منځګړيتوب او مشرۍ به داسې جرګه راوغواړي چې وسله وال وسله وال طالبان، د حزب اسلامي ډلې او نور مخالفين به په کې ګډون کوي .

ده وويل چې له خپلو نړيوالو او امريکايي ملګرو سره يې هم دا خبره شريکه کړې ده .

نوموړي وويل که بيا ولسمشر شو، نو له افغان حکومت له سلامشورې پرته به د نړيوالو ځواکونو په تېره بيا د امريکايي سرتېرو له خوا د عامو خلکو د کورونو پلټنې او د بې ځايه نيونو د مخنيوي په برخه کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي :

((امريکا او ناټو هم دې ته راغلې ده، چې سوله يوه ضروري خبره ده، او دا نه د جنګ له لارې، بلکې د افغانانو له خوا د ملي روغې جوړې له خوا بايد راشي . نو لهذا په افغانستان کې د يوې داسې لويې جرګې راغوښتنګ چې طالبان او حزب اسلامي هم ورته دعوت شي، ضروري دی . ))

خو د کرزي يوه بل سيال رمضان بشردوست بيا د افغانستان د سولې او له طالبانو سره خبرې تر ډېره پردې راټولې وې، چې له حکومته بايد هغه کسان ليرې شي، چې په تېر کې يې له طالبانو سره جګړې کړې دي او اوس حکومتي دندې لري :
((موږ نن له هغو کسانو سره مخامخ يو، چې هغوی خواشيني نه دي، دوی هغه کسان دي چې وايي زموږ قاتلين او هغه کسان چې لاسونه يې زموږ په وينو سره دي، او موږ ورته ماتې ورکړې وه، بيا هم پر هماغه دندو دي . ))

د دغه بحث يو بل ګډونوال د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو يو بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی و، چې ويل يې د خلکو په غوښتنه د سياسي چوکاټ په رامنځ ته کولو په هېواد کې سوله ټينګېدای او راتلی شي .

د نوموړي ټينګار دا و چې په امنيتي برخه کې بايد تر ډېره واک افغان ځواکونو ته ورکړل شي، د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شي او د بګرام زندان وتړل شي .

هغه پر سيمه ييزو چارواکو نيوکه وکړه چې د دوی د ناسمو کړنو له امله خلک له حکومته ناراضه شوي دي :

((خلک په دې دليل مرور دي چې نه واليان، نه د امنيه قوماندانان او نه قاضيان دوی ته خدمت کوي، هغه خلک چې پخوا تعيين شوي او اوس هم مطرح دي، ايا له دې خلکو سره تاسو له داخل نه امنيت راوستی شئ، حال دا چې دوی هماغه خلک وو، چې سلګونه بې ګناه کسان يې ګوانتانامو ته په غلطه ولېږل .)) 

بی بی سی



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement