پوسټ کوډ ۳۲۳۸۸
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ زمری ۱۳۸۸ ۰۸:۵۴

په پکتیکا ولایت کې څلور طالبان ووژل شول

دپکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په ګواشته سیمه کې ۴ تنه طالبان چې غوښتل  يې په لویه لار ماینونه خښ کړي، دائتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول. 
  په وژل شويو کسانو کې يوتنه د جنوبي وزیرستان او درې تنه نور سیمه ییز طالبان  دي، چې جسدونه يې لاهم دپيښې په سیمه کې دي. 
 
په پکتیکا ولایت کې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دماین خښولو پرمهال د ائتلافي  ځواکونو نښه ګرځي، دوې اوونۍ وړاندې هم ددغه ولایت په اومنه ولسوالۍ کې درې  تنه طالبان هم دماین خښولو پرمهال وژل شوي وو. 

دافغانستان اسلامي جمهوریت 
  دپکتیکا ولایت 
  مطبوعاتي دفتراعلامیه


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement