پوسټ کوډ 32271
نیټه خپرول: يکشنبه 18 زمری 138809:10

ننگرهار کې زرگونو ښوونکو ته د ځمکو د ويش لړۍ پيل شوه

چارواکي وايي ددې کال تر پايه به زرگونو نورو ښوونکو ته د کور جوړولو په موخه ځمکې وويشل شي.

د شنبې په ورځ د افغانستان د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردگ د جلال آباد په ښار کې په يوه ستره غونډه کې د ننگرهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو ښوونکو ته ددغه ولايت په اتو ښارگوټو کې د سرپناه جوړولو په موخه د ځمکو د ورکړې سندونه وويشل.

ډاکتر وردگ وويل: په ننگرهار کې په ټوليز ډول ديارلس ښارگوټي د ښوونکو لپاره په پام کې نيول شوي چې په اته ښارگوتو کې يې د اړوندو چارو تر پاى ته رسولو وروسته درې زره دوه سوه اتيا تنو ښوونکو ته د ځمکو سندونه ورکړل شول او دوى په عملي ډول کولاى شي چې په خپلو ځمکو کې کار پيل کړي.

د پوهنې وزير زياته کړه: د روان کال تر پايه به په ټوليز ډول په ديارلسو ښارگوټو کې خواوشا لسو زرو ښوونکو ته د کورونو جوړولو په موخه ځمکه ورکول شي.

ډيرى هغه ښوونکو چې د ځمکې د ترلاسه کولو سندونه يې تر لاسه کړي وو، له دې امله خوشاله ښکارېدل چې د کلونو پخوانۍ هيله يې تر سره شوې وه. خو يو شمېر نورو چې د ځمکې سندونه يې تر لاسه کړي وو د کورونو د جوړولو لپاره د پيسو د نه شتون نه سر ټکاوه او ويل يې چې دولت بايد ورسره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردگ دغه راز وويل: د پوهنې د بهير د پياوړتيا په موخه به ددې کال تر پايه پر خواوشا پنځوس زره ښوونکو د رتب معاشات نوى سيستم پلى شي چۍ تر مخه به يې د ښوونکو معاشونه له شپږو زرو نه تر دوه ويشت زره افغانيو لوړ شي.

د يادونې وړده چې ننگرهار درېيم ولايت دى چې ښوونکو ته په کې د سرپناه جوړولو په موخه ځمکې ويشل کېږي. له دې وړاندې د پوهنې وزارت له لوري د هېواد په مرکز کابل او هرات ولايتونو کې زرگونو ښوونکو ته ځمکې ويشل شوي او ويل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به دا لړۍ د کندوز، کاپيسا او هلمند په ولايتونو کې هم پيل شي.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement