پوسټ کوډ ۳۲۲۳۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۵ زمری ۱۳۸۸ ۱۱:۵۱

د ولسي خلکو دزيان مخه به ونيسو

دناټو دسرمنشي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا کابل ته د ښاغلي راسموسن لومړی رسمي سفر دی .
نوموړي دخپل سفر په لومړۍ ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره يوې ګډې خبري ناستې ته دوينا په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې دناټو دماموريت موخه دافغانانو لپاره امنيت رامنځته کول دي .
ښاغلي راسموس زياته کړه، ناټو هڅه کوي دټاکنو پر مهال امنيت خوندي کړي چې افغانان په ټاکنو کې ونډه واخلي .
دنوموړي په وينا ناټو له افغانستان سره دټاکنو دامنيت په خوندې کولو کې مرسته کوي خو زياته يې کړه چې په ټاکنو کې د هېڅ کوم ځانګړي نوماند ملاتړ نه کوي .
ښاغلي راسموسن وويل چې نړيواله ټولنه به تر هغه مهاله په افغانستان کې پاتې وي چې افغان ځواکونو پياوړي افغانان په ځان بسيا شي او((افغانستان، اباد، ازاد او سوله ييز)) شي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement