پوسټ کوډ ۳۱۹۸۸
نیټه خپرول: شنبه ۳ زمری ۱۳۸۸ ۱۱:۱۵

د ټولټاكنو په اړه ګډه مشورتي غونډه وشوه

د غونډې موخه د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو په اړه مشوره بلل شوې ده .
په دې غونډه کې د يني عالمانو او د يو شمېر مدني او فرهنګي ټولنو استازو هم ګډون کړی و .
د غونډې وينا والو وويل چې دوی به هڅه وکړي چې په راتلونکو ټولټاکنو كې د خلكو پراخ ګډون ته لاره هوره کړي او خلک وکولی شي چې د خپلي خوښی کانديد ته رايه ورکړي .
دوی ويل چې چې همدې موخې ته به د رسېدو په خاطر به لاسونه سره يو کړي او په سيمه کې به ګڼ شيمر قومي اربکي د امنيت د ټينګښت لپاره په دندو وګماري .
په خوست کې د معيوبينو اتحاديې مشر صاحب منګل وويل که څه هم په خوست کې ځينې داسې سيمې شته چې ټولټاکنو ته پكې لازم شرائط نه دي برابر خو دوی به بيا هم پدې برخه کې له حكومتي ځواکونو سره همکاري وکړي .
په خوست كې د ښځو چارو ريسې اغلې روګل ځدارن پر قومي مشرانو غږ وكړچې په راتلونكو ټولټاكنو كې دې د ښځو پراخ ګډون ته د ډاډمن امنيت په ټينګولو سره زمينه برابره كړي.
دې له ټولو خوست مېشتووغوښتل چې خپلو خويندو، ميندو او مېرمنو ته دې په ټولټاكنو كې د ګډون اجازه ورکړي .
په خوست کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون ځايي مشر عبدالرحمن محبت غونډې ته وويل چې په خوست کې نږدې څلور سوه زره كسان د رايي وركلو كارتونه لري او دوی باوري دي چې ددغه کسانو زياته برخه به په ټولټاکنو کې برخه واخلي .
محبت وويل چې په تيرو ټولټاكنو كې په خوست كې يو 175 مرکزونه وو خو په راتلونكو ټولټاكنو كې يې د امنتي ستونزو له امله دغه شمېره يو 118 ته را کمه کړې ده .
په خوست كې د عالمانو شورى ريس مولوي محمدايوب هاشمي وويل چې په خوست کې شته ديني عالمانو ته يې دنده سپارلې ده چې ولسونه په ټاکنو کې برخې اخيستو ته وهڅوي .
خوست والي انجينر حميدالله قلندرزي په خپلو خبرو كې د غونډې برخه والو ته وويل چې د را روانو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره يې امنيتي پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي .
ده وويل چې د امنيت د ښه ټينګښت لپاره به سلګونه تازه دمي سرتېري په دندو وګمارل شي او په موخه به له قومي مشرانو سره ګډو مشورتي غونډو ته دوام وركړي .
نوموړي وويل چې په دې برخه کې به نړيواله ټولنه هم پوره همکاری وكړي، خوده بياهم پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د خپلو قومي جوړښتونو له لارې دې د رای اچونې د مرکزونو په ساتنه كې له ځواكونو سره پوره پوره مرسته وكړي .
كه له يوې خوا ځيني قومي مشران په خوست کې له دولتي چارواکو سره يوځاى د ټولټاكنو د امنيت په اړه غونډې كوي خوله بلې خوا په دغه ولايت کې اوس هم داسې سيمې شته چې د حكومت او بهرنيو ځواكونو وسلوال مخالفين په رڼا ورځ خلکو ته په ټولټاکنو کې د نه ګډون سپارښتنې او ګواښونه كوي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement