پوسټ کوډ ۳۱۹۸۴
نیټه خپرول: شنبه ۳ زمری ۱۳۸۸ ۰۹:۵۳

اسامه بن لادن پاکستان کې دی

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د پوځ لويي درستیز مایک مولن له الجزیري چینل سره په مرکه کې وویل د القاعدي د مشر اسامه بن لادن په شمول ډیر طالب مشران اوس هم په پاکستان کې دي او په دغه هیوادکې د طآلبانو او القاعدي د غړو د عملیاتو پلانونه کوي .

هغه ددي پوښتنې په ځواب کې چې د القاعدي او طالبانو مشران د پاکستان په قبایلې سیمه کې دي ولي پري برید نه کوئ ؟ وویل ځکه فاټا د پاکستان خاوره او هغه یو داسي هیواد دی چې مونږ یې په ځمکۍن بشپړتیا حمله نه کوو .
هغه وویل امریکا په پاکستان کې له طالبانو او القاعدي سره د جنګ لپاره کوم عسکر نلري او هغوئ له قبایلې سیمو په امریکايي عسکرو حملي کوي نو ځکه خو په دغو سیمو کې ورته دماتي ورکول د امریکا د سترایژۍ یو لومړیتوب دی .
مولن وویل امریکا یوازي پاکستاني پوځیانو ته روزنه ورکوي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement