پوسټ کوډ 31975
نیټه خپرول: پنج شنبه 1 زمری 138815:19

کانادايي سر تيرو په اشتباه کي يوه افغانۍ نجلي وژلې او3 پوليس يې ټپيان کړل

يوه افغانه نجلي په کندهار کي د کاناډايي سرتيرو په اشتباهي ډزو کي ووژل شوه.
پوځي چارواکو وويل، کانادايي سرتيرو د سه شنبې په ورځ په پنجوايي کي له يو کتار څخه هغه وخت پر يوه موټر سايکل ډزي وکړې چي په ډير سرعت سره دهغوی پر لور روان ؤ . وروسته ښکاره سوه چي يوه نجلي وژل شوې ده .
د اسو شيتد پرس خبري آژانس چي له دغي پيښي څخه يې د کانادايي چارواکو له خولي رپوت ورکړ، دا روښانه کړې نه ده چي وژل شوې نجلي څوکلنه وه.
په يو بله پيښه کي 3 افغان پوليس هغه وخت ټپيان شول چي کانادايي سرتيرو د يوې احتمالي چاودونکي وسيلي پلټنه کوله . دغه وسيله د کانادايي سرتيرو پر يوې نقليه وسيلې باندي ګذار شوې وه.



ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement