پوسټ کوډ 31799
نیټه خپرول: چهارشنبه 24 چنګاښ 138810:24

له خپل هندي همڅنګ سره

شین هوا خبری اژانس له اسلام اباده راپور ورکړ د پآکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وويل له هندي لومړي وزیر من موهن سنګ سره به په خلاص ذهن سره خبرې اترې وکړي .
هغه د مصر په شرم الشیخ کې د ناپیّلي غورځنګ د غړیو هیوادونو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره له تلو مخکې د خبریالانو په ټول کې ووئیل هغه به ددغې غونډې پهّ څنګ کې له ښاغلي سنګ سره د سولې د خبرو اترو د بهیر د بیا پیلیدا په باب خبرې اترې وکړي . هغه زیاته کړه دواړه هیوادونه په سمه لاره روان ؤو خو له ممبئ پیښو وروسته ناڅاپي دواړه ودریدل او خبرې اترې هم وځنډې البته د دواړو هیوادونو ترمینځ به تعامل د دواړو لورو په ګټه تمام شي .
ټاکل شوې ده د واړو هیوادونو د خارجه وزارت مرستیالان سره وګوري او د دواړو هیوادونود صدراعظمانو د کیدونکي لیدو کتو د اجنډا په باب سره خبرې اترې وکړي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement