پوسټ کوډ ۳۱۷۹۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۳ چنګاښ ۱۳۸۸ ۱۸:۴۵

د افغاني عوايدو کچه ٩٠ په سلو کې لوړه شوې

د ماليې وزارت وايي د روان لمريز کال په لومړۍ ربعې کې يې د عوايدو کچه د تېرکال په پرتله په سلو کې ٩٠ لوړه شوې ده .
دوى وايي که په دې برخه کې پرمختگ همداسې روان وي نو حکومت به په راتلونکو دوه، درې کلونو کې خپله ټوله عادي بوديجه له کورنيو عواېدو پوره کړي.
چارواکي وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي .
د افغانستان د ماليې وزارت وايي گمرکي عوايد يې مياشت په مياشت زياتيږي.
دغه وزارت د عوايدو د لوړيدو لوى لاملونه په گمرکونو د څارنې پياوړي کول، په کمپيوټري سيستم د هغو سمبالول او د اداري اصلاحاتو راوستل ، په گوته کوي .
د ماليې وزيرعمر زاخېلوال چې په دې برخه کې نورو هڅو ته هم اړتيا ده چې وکولى شو تر راتلونکو دوه، درې کلونو پورې افغانستان خپله عادي بوديجه په کور د ننه پوره کړي.
ښاغلى زاخېلوال وايي اوس هم د افغانستان څلوېښت په سلو کې عادي بوديجه بهرني هېوادونه ورکوي.
د ماليې وزير د افغانستان د گمرکونو چارواکو ته چې د گمرکي عايداتو د لوړولو په موخه يې کابل ته ور بللي وو ووېل تر څلوېښتو زيات هغه کسان يې له دندو شړلي چې عوايد يې په سمه توگه

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement