پوسټ کوډ 31717
نیټه خپرول: شنبه 20 چنګاښ 138819:15

د جلال اباد - اسعداباد

بل لور ته نن سهار ددغه ولايت د نرنګ په ولسوالۍ کې پر يو کور د امريکايي ځواکونو له لوري د يو توغندي د لګېدو له امله د يو کور څو تنه مړه او ټپيان شوي دي.
د پېښې عيني شاهدانو ويلي چې له بريد وروسته ولسي وګړيو د امريکايي ځواکونو پرخلاف په لاريون لاس پورې کړ او د څه مهال لپاره يې د جلال اباد - اسعداباد لار د ترافيکو پرمخ وتړله.
د کونړ د امنيې قوماندان وايي: چې په ياده شوې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو او مخالفينو تر منځ جګړه وشوه او د جګړې پرمهال يو توغندى د استوګنې پر يو کور پريوتى، چې په کې څو تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
جنرال جلال ومنله چې له پېښې وروسته ځايي خلکو د څه مهال لپاره سرک ته راووتل او د کونړ- جلال اباد لويه لار يې د ترافيکو پرمخ وتړله، خو په وينا يې چې وروسته خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
د نوموړي پر وينا، تر اوسه نه ده څرګنده چې دا مرمۍ د کوم لوري ويشتل شوې ده.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement