پوسټ کوډ 31677
نیټه خپرول: پنج شنبه 18 چنګاښ 138812:16

په لوګر کې چاودنې 25 تنه ووژل

دغه راز دوی وايي چې په چادونه کې درې ماشومان او يوبل تن ټپيان شوي هم دي .
دکورنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې يوه وينا پاڼه کې ويل شوي دي چې دپېښې ډېری قربانيان په سيمه کې د سرخ آباد ښونځي زده کونکي و، چې پر لاره تېرېدل .
دوينا پاڼې له مخې مرګ ژوبله له چاودېدونکو توکوڅخه ډک شوي يوه موټر له امله رامنځته شوې ده.
ددوی په وينا موټر دسړک پرغاړه چپه شوی او کله چې پوليسو او دسيمې اوسېدونکو غوښتل له لارې يې يوې خواته کړي نو چوول شوی دی .
که څه هم تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دچاودنې موخه څه وه او نه يې هم چا مسوليت پر غاړه اخيستی دی .
خود کورنيوچارو وزارت دا دهېواد دسولې او امنيت ددښمنانو کار بللی او غندلی يې دی .
دپلازمېنې کابل په سوېل کې پروت لوګر ولايت څخه کله کله دنا اراميو خبرونه تر لاسه کېږي خو په دې وروستيو کې د ولسمشر بارک اوباما له ستراتيژي سره سم تر زرو زيات نوي امريکايي سرتېري پکې مېشت شوي دي .

ددغو سرتېرو دمېشتېدنې موخه دحکومت له مخالفو وسلوالو سره مبارزه او دامنيت ټينګښت دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement