پوسټ کوډ 31493
نیټه خپرول: سه شنبه 9 چنګاښ 138812:15

د نشه يي توکو کروندګرو شمېر ٢٨٪ ټيټ شوی

د ملګرو ملتونو له مخدره توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر يو نوی رپوټ وايي په تېرو دوو کلونو کې د هغو افغانانو په شمېر کې چې کوکنار کري، 28 په سلو کې لږوالی راغلی.
دغه اداره وايي په روان کال کې يې د مخدره توکو د کارولو په اړه يوه سروې هم پيل کړې او اټکل کوي چې مخدره توکو ته په دغه هېواد کې اړتيا مخ په زياتېدو ده.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امريکې ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک په دغه هېواد کې د کوکنارو د اړولو تګلاره ناسمه او ګران بيه بللې او ويلي يې وو کروندګر بايد د کوکنارو پر ځای د نورو کښتونو کرلو ته وهڅول شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازی ادارې يوناما ويانده نيلاب مبارز وايي د خپاره شوي رپوټ له مخې د هغو کرونده ګرو په شمېره کې چې کوکنار کری 28 په سلو کې کمښت راغلی دی .
د دغې ادارې د اټکل له مخې هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کرلو بوخت دي، د تېر ‎2007 کال په پرتله يې په کچه کې 28 په سلو کې کمښت راغلي او دا ډېره مهمه ده.
د آغلې مبارز په وينا د جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې يوه سروې هم پيل کړی چې اټکل کېږي په دغه هېواد کې مخدره توکو ته د اړتيا لوړه کچه په ډاګه کړي .
مدارنګه د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو د کنټرول اداره له نشه يي توکو څخه د کاراخيستنې په اړه په يوې سروې بوخته ده، چې له بده مرغه داسې تمه کېږي چې له نشه يي توکو څخه د کار اخيستنې کچه د افغانانو تر منځ زياته شي، چې دا د اندېښنې وړ ده.
مخکې له مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت د هېواد 18 ولايتونه له کوکنارو پاک اعلان کړي او ويلي يې دي چې په روان کال کې به هم 4 تر 5 نورو ولايتونو کې د کوکنار کرل صفر شي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement