پوسټ کوډ ۳۱۴۵۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ چنګاښ ۱۳۸۸ ۱۵:۵۱

طالبانو په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه رد کړه

افغان حکومت مخالفو وسله والو طالبانو په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستنې وړانديز رد کړ .
دوى ته د تېرې شنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي بلنه ورکړه، چې په ټاکنو کې د گډون له لارې د سولې په بهير کې ورگډ شي او د هېواد بيا جوړونې ته مټې راونغاړي .
د طالبانو د رد ځواب ډېر وخت ونه نيوه او سملاسي خپور شو .
د هغوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ټاکنې د غولونې لپاره کېږي، او دوى نه غواړي چې د هغې برخه شي. ښاغلي مجاهد دغه راز ويلي چې د ټاکنو پايلې افغانان نه، بلکه دده په خبره په واشنگټن کې ناست کسان ټاکي .
ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ پر خپلو ټولو مخالفانو غږ وکړ چې په راروانو ټولټاکنو کې د گډون له لارې تاوتريخوالى پايته ورسوي .
سياسي بهير ته د نه گډېدو دا اعلان له هغو گونگسيو سره هم مهاله شوى چې ويل يې حکومت او مخالفين تر پخوا ډېر د خبرو پر ارزښت ټينگار کوي .
ان له ځنيو منځلارو مخالفينو سره د نظر د نژدېوالي خبرونه هم خپاره شوي وو. خو ځينې سياسي شنونکي طالبانو ته په ټاکنو کې د گډېدو وړانديز جدي نه بولي او وايي چې يوازې د ښاغلي کرزي له خوا د يوه تبليغلتي شعار په توگه رامخته شوى دى .
ټولټاکنو ته لا شاوخوا دوه مياشتې پاتې دي او لايې هم د امنيت په اړه ژورې اندېښنې شته. د حکومت له مخالفانو سره د سولې خب

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement