پوسټ کوډ ۳۱۰۷۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۳۸۸ ۰۹:۱۶

له طالبانو نيول شوې ولسوالۍ بېرته نيولی شو

د افغانستان د دفاع وزارت داسې مهال د طالب وسله والو ترکنټرول لاندې لسو ولسواليو د بېرته نيولو په اړه د چمتووالي خبره کوي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته شاوخوا دوه نيمې مياشتې وخت پاتې دى .
دغه لس ولسوالۍ د افغانستان په تر ټولو نا ارامه ولايتونو هلمند او کندهار پورې اړوندې دي چې له ډېرې مودې راهيسې په کې طالب وسله وال کنټرول لري .
د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسيون ريس ډگر جنرال شير محمد کريمي وويل که د ټاکنو خپلواک کمېسيون او سيمه ييز ارگانونه دغلته د فعاليت د پيلولو هوډ لري ، بايد حکومت دوى ته د دغو ولسواليو د بېرته نيونې لارښوونه وکړي :
په ټوله کې زه د دغو ولسواليو په اړه دا پوښتنه لرم چې ايا د ټاکنو خپلواک کمېسيون او نورې حکومتې ادارې چمتو دي چې دغه ولسوالۍ فعاله کړي ؟ .
موږ د هغو د فعاليت تابع يو،که يې راته وويل چې په فلانۍ ولسوالۍ کې د کار کولو لپاره چمتو دي او موږه ته وويل چې عمليات وکړئ، موږ چمتو يو چې د هغې ولسوالۍ د بېرته نيونې لپاره عمليات پيل کړو. '
د حکومت له واکه وتلې١٠ ولسوالۍ
ښاغلي کريمي چې د کورنيو چارو وزارت له معين منير منگل سره گډې خبرې ناستې ته غږېده وويل چې د دغو ولسواليو له ډلې څخه يې د دوو هغو د بېرته نيونې تازه عمليات به ډېر ژر پيل کړي خو هغه په دې اړه ډېر جزييات ورنه کړل .
نوموړي د حکومت له واکه د وتلو ولسواليو شمېر لس ياد کړ او زياته کړه چې پر دغو ولسواليو د طالب وسله والو واک د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو مشروعيت نه شي زيانمنولى .
ښاغلي کريمي هوډ څرگند کړ چې افغان پوځ به د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتنې په برخه کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي .
د افغانستان د راتلونکو ټاکنو امنيت ساتنه د حکومت پر وړاندې له سترو اندېښنو څخه شمېرل کېږي .
افغان چارواکي د ټاکنو د امنيت ساتنې په اړه داسې يو پلان جوړ کړى چې له مخې به يې د هېواد په ټولو برخو کې د ټاکنيزو حوزو امنيت خوندي شي .
د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه وايي په دغه برخه کې ورته په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو هم د سرتېرو او چورلکو د مرستې ټټر ډبولى دى .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement