پوسټ کوډ 30974
نیټه خپرول: دوشنبه 11 غبرګولی 138814:25

لوګر کې د نجونو دوه ښوونځي سوځول شوي

د کابل په سوېل ختيځ لوګر ولايت کې د شپې مهال ناپېژاندو وسله والو د نجونو دوه ښوونځي سوځولي دي .
دغه پېښې د دې ولايت په برکي برک ولسوالۍ او د مرکز پل عالم اړوند د حيدرخان په کلي کې شوې دي .
چارواکي وايي چې دا مهال د دې ولايت په خر وار ولسوالۍ کې د ناامنيو له امله يوولس ښوونځي تړلي دي .
په لوګر کې داسې مهال ښوونځي سوځول کېږي چې د پوهنې وزارت په روان کال کې په افغانستان کې د ښوونځيو د سوځولو او ويجاړولو د پېښو د زياتوالي په اړه وار له مخې خپله اندېښنه او ناهيلي څرګنده کړې وه .
د تېر يوې اوونۍ په اوږدو کې دا څلورم ځل دی چې د هېواد په سوېلي او سوېل لوېديځ ولايتونو کې ښوونځي سوځل کېږي او يا هم په توغنديو اول اسي بمونو ويجاړېږي .
د پوهنې وزارت په وينا تېره اوونۍ دوه ښوونځي په کندهار او يو په پکتيا ولايتونو کې په توغنديو ويجاړ او وسوځول شول .
د ښوونځيو د سوځولو او ويجاړولو تازه پېښې د پلازمېنې کابل سوېل ختيځ ته شاوخوا شپېته کيلومتره ليرې لوګر ولايت کې شوې دي .
سيمه ييز چارواکي وايي د حکومت مخالفانو د نجونهو ښوونځی سوځولی او بل هغه يې د توغنديو په مټ ويجاړ کړی دی .
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي چې له دې پېښو سره سره، د دغو ښوونځيو زده کوونکي خپلو ښوونځيو ته تللې وې :
(( د برک برک ولسوالۍ کې د نجونو يو منځنی ښوونځی د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوی، خو لاهم نجوني ښوونځي ته ځي، همدارنګه د لوګر مرکز اړوند د حيدرخان کلا په سيمه کې د نجوني د يوه ښوونځي دروازې په لاسي بمونو الوزول شوې او ويجاړ کړای شوی دی . ))
ښاغلي دروېش وويل چې په پېښو کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي او د سيمې خلکو هم ورسره ژمنه کړې ده چې د ښوونځيو په ساتنه کې به مرسته کوي .
نوموړي وويل چې تر دې مخکې هم د دې ولايت په خروار او څرخ ولسواليو کې يو شمېر کسانو د پوهنې په برخه کې زده کوونکو او ښوونکو ته ستونزې جوړې کړې وې .
خو د ده په وينا دا مهال يوازې د دې ولايت په ليرې پرته نارامه ولسوالۍ د خروار يوولس ښوونځي تړلي دي .
په لوګر کې دا پېښې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان د پوهنې وزارت وار له مخه په روان کال کې د ښوونځيو د سوځولو، تړلو او زده کوونکواو ښوونکيو د زيان اوښتلو له امله نهيلي څرګنده کړې ده .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement