پوسټ کوډ 30900
نیټه خپرول: پنج شنبه 7 غبرګولی 138808:52

د نشه يي توکو کاروباريا

د افغانستان ولسې جرگې د نشه يې داروگانو او توکو سره د مبارزې پر قانون له شاوخوا يوه کال راهيسې کار کاوه .
که څه هم ولسي جرگې ته د حکومت له لوري د استول شوي قانون يوازې دوه مادې حذفې شوې خود پنځو فصلونو او پنځه شپيتو مادو په دغه قانون کې نور ډېر د پام وړ بدلونونه تر سترگو کېږي .
د تصويب شوي قانون له مخې د نشه يې توکو په قاچاقو کې د قاچاق کوونکو د هر ډول کارېدونکو وسايلو،جايدادونو او پانگو ضبطول د قانون د مسودې له لانجمنو مادو څخه شمېرل کېده چې، يو شمېر استازي يې سره وېشلي ول .
خو اوس دغه ماده کټ مټ هماغسې په قانون کې ځاى شوې چې د جرگې ډېرو استازو يې غوښتنه کوله يانې، د قاچاقبرو هر ډول منقول او غير منقول وسايل دې ضبط شي .
د ولسي جرگې د نشه يې توکو او اخلاقي فساد ضدکمېسيون سرپرست مولوى سعيد الرحمن د قانون د تصويب شوې مسودې په اړه وايي :
(( په دې قانون کې مو هغه اموال او يا هغه منقوله او يا غيرمنقوله دارايي، چې مستقيمآ د نشه يي توکو په تهيه، پروسېس او انتقال کې رول لوبوي بايد مصادره شي، له دې پرته چې څومره اموال د چا لاس ته ورځي قاضي په کې اختياري دی .))
د قانون په نوې تصويب شوې مسوده کې د شراب څښونکو لپاره د اسلامي فقهې له مخې سزا ټاکل شوې ، چې د اتياو درو وهل دي .
دا هغه سزا ده چې طالبانو يې په خپل رژيم کې عملې کول غوښتل .
ښاغلي سعيدالرحمن يو وار بيا: (( شراب څښونکی، د محکمې له پرېکړې وروسته د قاضي له خوا په اسلامي شريعت کې اتيا درې وهل کېږي، دا د دوی لپاره سزا ټاکل شوې ده، چې موږ جنسآ همدا خبره په دې قانون کې ځای کړې ده . ))
د يادو شوو مادو ترڅنگ قانون محکمې ته پراخ واک ورکړى چې د نشه يې داروگانو او توکو قاچاق کوونکو ته د لسو ورځو نه نيولې تر شلو کلونو پورې سزا و ټاکي .
د نشه يې توکو سر ه د مبارزې تصويب شوى قانون اوس مشرانو جرگې ته ځي او له هاغه ځايه ولسشمر کرزي ته وړاندې کېږي چې،د هغه تر توشيح وروسته د قانون بڼه خپلوي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement