پوسټ کوډ ۳۰۸۹۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ غبرګولی ۱۳۸۸ ۲۰:۰۳

ولسمشر کرزي کريکټ فدراسيون په بورډ بدل کړ

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې ولسمشر حامد کرزي د کريکټ فدراسيون پر کريکټ بورډ بدل کړى دى .
دغه پريکړه ولسمشر کرزي د افغانستان د ملي لوبډلې له يو شمير لوبغاړو سره د ليدنې پر وخت وکړه .
د ولسمشرۍ د دفتر خبر پاڼه وايي چې ولسمشر کرزي د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې ستوري ستايلي او د دوى پرله پسې برياليتوبونه يې د وياړ وړ بللي دي .
لوبغاړو د دغې پريکړې د ستاينې په ترڅ کې ويلي چې د بورد په جوړيدو به شايد له لوبغاړو سره د مالي مرستو لار هم پرانيستل شي .
له لوبغاړو سره په ولسي جرگه کې د کابل ولايت استازې ملالۍ شينوارې هم مله وه .
اغلې ملالۍ شينوارې بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې د غونډې پر وخت ولسمشر کرزي ومنل چې د کريکټ بورډ لپاره دې نوى مشرتابۀ جوړ شي .
د اغلې شينوارې په وينا به د کريکټ بورډ مشري شايد د کابينې يو وزير په غاړه واخلي .
د يادونې وړ ده چې د کريکټ فدراسيون اوسنى مشر الله داد نوري دى چې له ولسمشر کرزي سره په نننۍ غونډه کې نه و .
بي بي سي ته په لاس ورغلي ځينې اسناد ښيي چې د کريکټ نړيواله شورا د افغانستان د کريکټ له فدراسيونه خوشاله نه ده او وايي چې د افغانستان کريکټ د غوړيدا لپاره د ځانگړو شويو پيسو په سلو کې پنځه ويشت برخه ترې گرځوي .
د کريکټ د نړيوالې شورا د استازو په وينا د افغانستان د کريکټ فدراسيون چارواکو د دوى پرله پسې غوښتنو ته ځواب نه دى ويلى او د بودجې لپاره ورڅخه غوښتل شوي معلومات يې نه دي ورسپارلي .
په سويلي افريقا کې د افغانستان له برياليتوبونو وروسته د کريکټ نړيوالې شورا د څو سوه زرو ډالرو کالنۍ بودجه افغان کريکټ فدراسيون ته په دې شرط ومنله چې دوى به ورته د لگښت لپاره پروژه وړاندې کوي .
د دغې پروژې د سپارلو وروستۍ نېټه د مۍ څلورلسمه نېټه وه خو د کريکټ شورا د چارواکو په وينا لا تر اوسه دغه اسناد افغان کريکټ فدراسيون نه دي ورسپارلي .
د افغان کريکټ فدراسيون د همدې نيمگړتيا له امله د افغانستان د کريکټ له کالنۍ بودجې په سلو کې پنځه ويشت کمه شوې ده .
بي بي سي پښتو ويبپاڼې د کريکټ فدراسيون د چارواکو د غبرگون لپاره ډيره هڅه وکړه خو ځواب يې ترلاسه نه کړ .


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement